Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: نړیوالې ټولنې افغانان له سولې بې برخې ساتلي

ولسمشر غني نن شنبې کابل کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې د افغانستان خلک په تېرو څلورو لسیزو کې له بنسټيز حق څخه یې چې سوله ده بې برخې ساتل شوي او ټينګار یې وکړ چې افغانان دایمي او پایداره سوله غواړي او دا سوله راتلوونکې ده.

ښاغلي غني د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل او وې ویل چې دغو ځواکونو له نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزې او د افغانستان د امنیت په ټینګښت او د نړۍ په وړاندې د ترهګرۍ د ګواښ کمښت کې فعاله ونډه لرلې ده.

هغه ملګرو ملتونو سازمان کې خپلې وینا ته په نغوتې سره وویل:«زما بنسټیزه جمله دا ده وه، څلوېښت کاله کېږي چې نړیواله ټولنه یو ملت له ستر تاریخ له ځلانده تمدن او ژوندیو خلکو سره له بنسټيز حق څخه یې چې د سولې حق دی بې برخې ساتلې دي او دا د زغم وړ نه دي.»

ښاغلي غني زیاته کړه:«موږ پایداره او باعزته سوله غواړو چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له پیاوړو بازوانو، زموږ فعال مغز او د خلکو اراده وي. دا سوله راتلوونکې ده.»

اشرف غني وویل چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي.

هغه څرګنده کړه چې د افغانستان خلکو خپل دولت او ولسمشر انتخاب کړی دی او راتلوونکی ولسمشر د افغانستان ملت غوره کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«دا د ملت حق دی او زموږ امنیتي او دفاعي ځوکونو ثابته وي چې بدلونونه د ملت په ارادې او په قانوني بڼه راشي. له هغې پرته د جمهوریت نېټه معلومه نه ده.»

د ولسمشر غني په وینا، د ترهګرۍ په وړاندې څه باندې ۹۰ سنله پوځي عملیات افغان ځواکونه ترسره کوي.

هغه د افغان ځواکونو وړتیا ته په اشارې سره وویل:«نن افغانستان پخوانی هغه نه دی چې نورو یې ساتنه کوله. نن تر هغې ښه ساتنه یې کوي. ډېر نږدې شوي یوو چې په خپلو پښو ودرېږو. ځينې امکانات دي چې د اسباب په عالم کې چې ان شاالله چمتو کېږو.»

ښاغلی غني زیاته کړه:«دا نړیواله جګړه نه ده، هغه پړاو پای ته رسېږي، ترهګري یو نړیوال ګواښ دی. جرمي شبکې یو نړیوال ګواښ دي، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغه هېواد د ساتنې او ثبات او پراختیا وړتیا لري او پر خپلو سترو اوږو زغملای شئ او هغه پرمختګ ته ولاړی شي.»

شریک یي کړئ