Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لښکرګاه - کندهار د لویې لارې ټول پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي

د کندهار - لښکرګاه د ۴۵ کیلومټره لویې لارې ټول پلونه او پلچکونه د چاودنو له امله ویجاړ شوي دي.

هلمندیان وايي، د ورستیو جګړو له امله د طالبانو له لوري د نظامي موټرو او کاروانونو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه د یادې لویې لارې ټول پلونه او پلچکونه او همداراز امنیتي پوستي له منځه وړي دي.

کابو دري میاشتي وړاندي یاد سړک تر یوې میاشتي د وسله والو طالبانو په ولکه کې و.

هلمندیان وايي له یوه لوري د سړک خرابوالی، او بل لوري پر سړک ځای پر ځای شوو ماینونو مسافر له ستونزو سره مخ کړي دي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکی محمد نعیم وايي:«دا لار چي ده باید پوستې جوړې شي خلک په ډاډه زړه تګ او راتګ وکړي او امنیتي چارې يی باید سمي ونیول شي.»

د لښکرګاه ښار بل اوسېدونکي عطالله هم وویل:«موږ پر حکومت غږ کوو چي پر لاره باندي پوستي واچوي او پر شاهراه باندي خلک په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.»

یوازينۍ لار چې کندهار د هلمند له مرکز لښکرګاه ښار نښلوي همدا د ۶۰۱ لویه لار ده، هغه لویه لار چې اوس ویجاړه شوې ده.

د هلمند ولایتي شورا مرستیال مجید اخندزاده څرګندوي:«پوځي کسان پردې شاهراه باندي تګ او راتګ نشي کولای او ملکي کسان چې پر دغه لاره ځي د ډېرو مشکلاتو سره مخ کېږي حتی د پوستو د خوا څخه یا د نورو خوا و څخه ټکان پر کېږي.»

خو د هلمند امنیتي چارواکي وايي طالبان او قاچاق وړونکو ډلي د خپل تګ راتګ په موخه تل د یادي شاهراه پر امنیتي ځواکونو د بریدونو هڅې کوي.

د هلمند امنیه قومندان ولي جان سرحدي وویل:«دوی غواړي دلته اکمالات وکړي او دلته دوی اکمالاتي سیسټم برابر کړي نو يې به خو موږ اوس لاري نیولي دي، پر لاري باندي هېڅ مشکل نه لرو ټول د هلمند عمومي شاهراوي چي کندهار ـ هلمند ته خلاصي دي هرات کندهار ته عمومي شاهرا دا خلاصه ده.»

ژړۍ ولسوالي چې د کندهار هرات پر شاهراه پرته ده. د جګړو له امله يې د لويې لاري مسافر له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ولسي جرګي غړیګل احمد کمین وايي:«لاره په څو ځایونو کي بنده ده، هلته د جګړې ډګر دی د جګړې لومړۍ کرښه ده. او په څو برخو کې طالبانو اوس سړک مسدود کړی دی موټران مسافر بري او باربري دا ټوله د سړک څخه اوړي.»

نږدې پنځه میاشتي وړاندي طالبانو د هلمند او کندهار پر ځينو سیمو پراخ بریدونه تر سره کړه او یو شمیر سیمې يې هم ونیولې. دغو بریدونو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلي تر څنګ ډېر مالي زیانونه هم واړول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه