Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې د لاسوند په هکله د سیاسي مشرانو د احتمالي غوندې جوړېدل

په کابل کې ځينو سیاستوالو ته د سولې هوکړه لیک د مسودې له سپارلو وروسته، د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشرتابه د دغې طرحې د څېړنې لپاره یوه غونډه جوړوي.

سرچینې وايي د ملي روغې جوړې عالي شورا په خپلو راتلوونکو دوو غونډو کې، د سولې انتقالي حکومت د رامنځته کېدو په هکله، د ټاکنو د ترسراوي او همدارنګه په ترکیه کې د سیاستوالو او طالبانو ترمنځ غونډې باندې بحث وشي. 

تر هغې یوه اوونۍ وروسته چې زلمي خلیل زاد په کابل کې د سولې د هوکړه لیک مسوده اغېزناکو سیاسي مشرانو ته وسپارله، اوس مهال ټاکل شوې ده چې دغه سیاستوال د ملي روغې جوړې د عالي شورا په مشرتابه غونډه کې په دې تړاو سلا مشورې وکړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي چې دا غونډه به په روانه اوونۍ کې جوړه شي.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي:«د ملي روغې جوړې عالي شورا مشرتابه کمېټه په همدې اوونۍ کې جوړېږي او هغه طرحه چې د امریکا له خوا ډاکټر عبدالله ته سپارل شوې له سیاستوالو سره شریک کېږي او د خلکو نظریات اخیستل کېږي، هره پرېکړه چې وشي اعلانېږي.»

د امریکا له لوري د سولې د هوکړه لیک په وړاندې شوې مسوده کې، هېڅ ټاکنې د اوسني اساسي قانون له مخې د سولې د حکومت پر مهال نه ترسره کېږي، د ټاکنو نوی کمېسیون به جوړېږي او ټولو لورو ته د منلو وړ یو نړیوال بنسټ به له انتقالي دورې وروسته د ټاکنو د مدیریت لپاره کابل ته راځي.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړی سید اسحق ګیلاني څرګنده کړه:«دا ټول له طالبانو سره فیصله وي، دوی چې وايي چې موږ ټاکنې کوو، ارغندې ته تللی نه شي خو وايي ټاکنې کوي. ټاکنې دا ډول نه کېږي ټاکنې باید په ارامه فضا کې وشي وروسته انتقالي حکومت یا موقت هر څه یې چې نوم وي ټاکنو ته زمینه برابره کړي چې په ټول افغانستان کې یو شان ترسره شي.»

خو حکومت وایي چې که طالبان د ټاکنو پر اصل هوکړه وکړي، چمتو دی چې د ټاکنو پر نېټې خبرې وکړي.
 
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل:«موږ پر اساسي قانون پښه نه کږدو، د ټاکنو پر اصل که چېرې طالبان هوکړې ته رسېږي د ولسمشر وروستۍ پېر دی موږ کولای شو چې د ټاکنو پر نېټې خبرې وکړو. پر دې چې د بشر تر ټولو څارل شوې ټاکنې وي، موږ کولای شو خبرې وکړو خو په یوې خونه کې د شلو تنو ترمنځ معامله کې چې راشي د قانون او نظام د منحلولو نسخه له ځان سره راوړي او تر ټولو مهم د افغانستان له خلکو د رایې حق واخلي، هېڅکله، هېڅکله، هېڅکله.»

خو طالبانو ته نږدې سرچینې په ټاکنو کې د دې ډلې ګدون د ځینو شرطونو په عملي کېدو پورې تړلی بولي.
 
د طالبانو د دورې لوی څارنوال مولانا جلال الدین شینواری وايي:«د طالبانو دریځ دا دی چې د نوي حکومت نفس مني خو دا چې ګډون ولري دریځ یې دا دی چې په نوي حکومت کې ګډون ونه کړي او د ټاکنو او ټاکنیز بهیر په تمه چې له بحث وروسته تایید شي په هغه کې به ګډون وکړي»  

تر اوسه طالبانو په څرګنده توګه د ټاکنو د منلو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په غبرګون کې یې ویلي وو چې د ښکېلاک تر چتر لاندې او د ولسمشر په توګه د ځان معرفي کول د هېواد اوسنۍ ستونزې نه شي حل کولای.

حکومت وايي که چېرې طالبان د ټاکنو پر اصل هوکړه وکړي، حاضر دی چې د ټاکنو د نېټې په هکله حبرې وکړي.

شریک یي کړئ