Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمېټې دویمه غونډه ترسره شوه

د ملي روغې جوړې عالي شورا دویمه غونډه د دغې شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه شوه.

په دغې غونډه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشرتابه غړي عبدرب الرسول سیاف د هغه څه له ستایلو سره چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي یووالی ګڼي، وايي چې اوس پلاوي خپل کار رسماً پیل کړی دی او په مذاکراتو کې باید کسیزې هڅې پای ته ورسېږي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ټينګار وکړ چې د سولې مرکچي پلاوی باید ژر تر ژره خپل کارونه مخته یوسي.

هغه چې له دې مخکې هم په هدفي وژنو او ترورونو کې طالبان په لاس لرو تورن کړي دي، وايي چې طالبان باید پوه شي چې د خبریالانو او مدني ټولنې د غړو له وژلو سره به جګړه پای ته ونه رسېږي.

بلخوا مارشال دوستم هم دغې غونډې ته د پیغام له استولو سره د کابل پر امنیتي وضعیت نیوکه کوي او د امنیت د ټینګښت لپاره نیول شوې تابیاوې نه خوښوونکې ګڼي.

په دغې خبره کې به نور جزییات اضافه شي.

په دغې غونډه کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم وايي چې په افغانستان کې د جګړې له کورنیو اړخونو څخه بهرني اړخونه یې زیات دي.

شریک یي کړئ