Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نقد کوونکي: حکومت د ټاکنیزو ژمنو په عملي کولو کې بریالی نه و

د امنیت تامین، د سولې راوستل، له نورو هېوادونو سره د اړیکو ښه کولو لپاره کار، د بېوزلۍ کمول او د کابینې بشپړول د ولسمشر په توګه د لوړې مراسمو پر مهال د اشرف غني مهمي ژمنې وې.

خو سیاسي مشران، د ولسي جرګې غړي او د هېواد اوسېدونکي وايي حکومت د یادو ژمنو څخه د یوې په عملي کولو کې هم په جدي توګه کار نه دی کړی.

ټیک یو کال وړاندې ولسمشر غني په دویم ځل د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. پر دې ورځ په افغانستان کې د لوړې دوه مراسم جوړ شوې وو.

 سره له دې چې په ټاکنو کې د ولسمشرغني بریا په رسمي توګه اعلان شوې وه، خو د نوموړي پخواني سیال عبدالله عبدالله په ټاکنو کې په درغلۍ د ښاغلي غني په تورلو سره ځان د ټاکنو ګټونکی باله.

خو له څه مودې وروسته اشرف غني او عبدالله عبدالله سره هوکړې ته ورسېدل او ښاغلي عبدالله د سولې بهیر د مشرۍ په منلو سره د هغه حکومت په رسمیت وپيژاند .

ولسمشر محمد اشرف غني یو کال وړاندې ویلي و:«زه د دوه راتلوونکو اوونیو لپاره له اوسنۍ کابینې یعنې د ملي یووالي حکومت له پاتې کابینې سره کار ته دوام ورکوم.»

خو د یوه کال په تېرېدو سره تر اوسه د مالیې، پوهنې، د کلیو د بیارغاونې او پراختیا، ښځو چارو، عامې روغتیا او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو په ګډون شپږ وزارتونه او د افغانستان بانک او لویه څارنوالي د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.
 
د ولسي جرګې غړی محمد عظیم کبرزاني وویل:«د حکومت ترمنځ مقابلې وې، جناب ولسمشر له وزیرانو سره ستونزه لرله، له سیاستوالو سره یې ستونزه لره په یوه وخت کې د افغانستان له پارلمان سره ستونزه لرله.»

که څه هم د امنیت ټینګښت د ولسمشر غني یوه له تر ټولو مهمو ژمنو وه؛ خو د لوړې د مراسمو پر ورځ یې د کابل ښار پر زړه توغندي راپرېوتل او په تېر ژمي کې هم بې مخینې نښتې وشوې.
 
د ولسي جرګې د کورنیو امنیت د کمېسیون رییس خان آغا رضايي څرګندوي:«له بده مرغه حکومت له هغې ورځې چې لوړه وکړه هېڅ ډول هغه پروګرام چې د کمپاین په لړ کې یې کړي وي عملي د خلکو لپاره یې عملي نه دي کړي او نه دی توانېدلی پر خلاف، هره ورځ حکومت خپل ځای ګی له لاسه ورکوي.»

که څه هم د سولې د مرکچي پلاوي معرفي کېدل د ولسمشر غني له مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي، خو په دې موده کې د کابل او واشنګټن اړیکې له لوړو او ژورو سره مخ وي.
 
د هېواد دغه سیاستوال هم پر دې باور دی چې حکومت په تېر یوه کال کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې ناکام و.
               
د اسلامي جمعیت اجراییه رییس عطا محمد نور زیاتوي:«د واک په چورلیز کې دوه درې څلور کسان دي هو په دې کې هېڅ شک نشته زه کولای شم چې سترګې پټې کړم او یا له خپلو خلکو پټ کړم دویم دا چې د درنو جرمونو په نامه له مفسدو سره او فساد سره د مبارزې په نامه ځي ځينې ځاینونه تفتیش کوي.»

خو حکومت وایي چې خپلې ډېری ژمنې یې عملي کړي دي.
             
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال څرګندوي:«د سولې عالي لویې جرګه، د ملي روغې جوړې عالي شورا، د سولې مذاکراتي ډلې تعیین زموږ له کارونو دي او ژموږ ډېرې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي.» 

حکومت په داسې حال کې د خپل عمر په پاتې څلورو کلونوکې د خپلو ژمنو د عملي کولو خبره کوي چې د سولې د انتقالي حکومت د جوړېدو احتمال تر بل هر وخت جدي شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه