Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار ولایت کې یو پولیس ووژل شو

امنیتي سرچینې وايي چې نن (یکشنبې د کب ۲۴مه) د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې یو پولیسو د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.

سرچینې زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار ۰۸:۳۰ دقیقې د جلال اباد ښار د لومړي حوزې په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځه شوه چې ناپېژانده وسله والو د برېښنا ریاست د دفتر پر ساتونکي پولیس برید وکړ.

سرچینې زیاتوي چې بریدګرو د دغه پولیس وسله له ځان سره وړې ده.

امنیتي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

شریک یي کړئ