Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د مرکزي احصایې وروستۍ پرېکړه یوه نفاق رامنځته کوونکې کړنه ده'

په برېښنايي پېژندپاڼو کې د قومونو د نومونو د ورزیاتېدو له امله د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د وروستۍ پرېکړې په وړاندې د اعتراضونو لړۍ لاهم دوام لري.

د دغو اعتراضونو په لړ کې دا ځل د ملي کنګرې ګوند رییس له نورو قومونو نه د دغو قومونو د جلا کېدو د پایلو په تړاو خبرداری ورکوي او وایي چې حکومت په دې هڅه کې دی چې په دې کار سره ځينې هویتونه حذف کړي.

د ملي ګنګرې ګوند رییس عبدالطیف پدرام وویل:«په دغې وېشنه کې یې حتا جغرافیه هم د قوم په نوم یاده کړې مثلاً دا چې ووایاست قلعه موسی یو قوم دی قلعه فتح الله یو قوم دی ده کپک یو قوم دی.»

بل خوا د پروان او بلخ یو شمېر اوسېدونکو هم په جلا جلا غونډو کې د احصایې د ملي ادارې دا کار د افغانستان د قومونو ترمنځ د نفاق اچولو یوه هڅه بولي او وایي چې دا بنسټ باید خپله پرېکړه بدله کړي.
 
د پروان د ولایتي شورا رییس امین الله شکوري وايي:«زموږ خلک وېشي زموږ خلک جلا کوي چې دا موږ ته د منلو وړ نه ده.»

په پروان کې د مدنې ټولنې فعال روح الله سنګر هم زیاتوي:«د حکومت دغه کړنه په نږدې راتلوونکې کې به د خلکو له فېزیکي چلند سره مخامخ شي او خلک به په لاریون لاس پورې کړي.»

د وحدت اسلامي نوین ګوند سیاسي مرستیال اسدالله عظیمي هم څرګنده کړه:«زموږ د ملت دښمنانو دسیسه کړې چې موږ وړو ټوټو ووېشي.»

خو د ملي احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې دا پرېکړه د دغو قومونو د استازو په غوښتنه شوې ده او بدلون به په کې رانه شي.
 
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویانده رویینا شهابي وايي:«موږ په هېڅ ډول یوه سیاسي اداره نه یوو، او دا پرېکړه د قومونو د غوښتنې پر بنسټ او د قوانینو د احکام پر بنسټ شوې ده.» 

تر دې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا او ځينو سیاسي څېرو هم د احصایې د ملي ادارې دا برخه ناسمه بللې او د هغې پر اصلاح کولو یې ټینګار کړی دی.

د ملي احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې دا پرېکړه د دغو قومونو د استازو په غوښتنه شوې ده او بدلون به په کې رانه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه