Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملت ته د دولت حساب ورکړې پروګرام کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې راپور

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ملت ته د دولت د حساب ورکړې په پروګرام کې د تېر یوه کال په لړ کې په ټول هېواد کې د دوه نیم مېلیون برېښنايي پېژندپاڼو له وېشه خبر ورکوي.

د دغې ادارې چارواکو ویلي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پېله تراوسه په هېواد کې کابو ۱۰٫۷ مېلیونه پرېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس فقیر محمد زیار په دغې غونډه کې وویل چې د دغې ادارې څه باندې ۶ زره او ۵۰۰ کارکوونکي په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

د ښاغلي زیار په وینا، دغه اداره په منځني ډول په ټول هېواد کې هر ورځ ۱۵ زره کسان بایو مټریک کوي.

فقیر محمد زیار په دې هکله وویل:«د اسلامي امارت له واکمنېدو تراوسه، ۴٫۶ مېلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي او د برېښنايي پېژندوپاڼو د وېش له پېله تراوسه ۱۰٫۷ مېلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.»

د دغې ادارې د رییس په وینا، په ټول هېواد کې د بریښنایي تذکرو د وېش ۷۴ مرکزونه فعالیت لري چې د آسان خدمت د درېیو جلا مرکزونو په ګډون ۱۵یې په کابل کې فعالیت کوي.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې رییس دغه راز په وروستیو یوه کال کې په ۳۴ ولایتونو کې د مور او ماشوم د روغتیا د سروې د پروګرام د عملي کولو، د ریموټ سنسنګ د ټکنالوژۍ د کارولو او د سپوږمکۍ له لارې د تصویر اخیستو په مټ په ټول هېواد کې د ځنګلونو د نقشې او مساحت د مشخصولو خبر ورکوي.

بل پلو د دې ادارې مسوولان د امو سیند د ۲۲ کلنو تخریباتو محاسبه، په ټول افغانستان کې د للمو او اوبیزو ځمکو، لویو لارو او د استوګنې د سیمو او شاړو ساحو سروي کول په تېر یو کال کې خپل نور فعالیتونه ګڼي.
 
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د جغرافیایي معلوماتو د ثبت عمومي رییس  عبدالمتین سالک وايي:«د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ریموټ سنسنګ او جغرافیايي معلوماتو له ټکنالوژۍ په استفادې سره د امو سنید د ۲۲ کلنو ویجاړیو محاسبه کړې ده چې پر دغه بنسټ، د دغو کلونو په لړ کې په څلورو ولایتونو تخار، کندوز، بلخ او جوزجان کې کابو ۳۲۰ کیلومټر مربع ځکه د امو سیند د ویجاړیو خوارک شوې ده.»

د احصایې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې په تېر یو کال کې په دغې ادارې کې د اداري فساد ۱۳۰ دوسیې څېړل شوي چې په پایله کې یې د ۳۲ مېلیونه افغانیو د بې ځایه لګول کېدو مخه نیول شوې، ۳۹ کارکوونکي له دندو لېرې شوي او ۴۰ کمېشن کاران هم نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه