Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مسکو ناستې له علامیې هرکلی کړی

د هېواد د بهرنیوچارو وزارت مسکو کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په ګډون د ترویکا ناستې له اعلامیې چې په کې د اسلامي امارت له راتګ سره مخالفت شوی، هرکل کړی دی.

یادو هېوادونو تېره ورځ(پنجشنبې د کب په ۲۸مه نېټه) خپلې اعلامیې کې د اسلامي امارت له بیا راتګ سره مخالفت کړی او له طالبانو یې غوښتنه کړې ده چې پسرلني عملیات پیل نکړي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مسکو له ناستي خپره شوې اعلامیه د سولې مذاکراتو پر لور جدي ګام بللی دی.

دغه وزارت له یادې اعلامیې چې هېواد کې یې پر سیاسي حل لارې او د هېوادوالو د حقونو پر خوندیتوب ټينګار کړی، ملاتړ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده چې اسلامي جمهوري نظام د افغانستان ټولنې که یوازېنی د منلو وړ نظام دی.

مسکو ناسته کې څلورو مهمو ګډون کوونکو هېوادونو په ګډې اعلامیې کې وویل چې دوی افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا راتګه ملاتړ نه کوي.

دوی همداراز هېواد کې د بشري حقونو، د ښځو او لږکیو د حقونو پر خوندیتوب ټينګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د مسکو له ناستي خپره شوې اعلامیه د سولې مذاکراتو پر لور د جدي ګام بللی دی

شریک یي کړئ