Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان وایي د درې میاشتني اورکم طرحه یې له امریکا سره شریکه کړې

طالبان وايي چې د درې میاشتني اورکم یوه طرحه یې له امریکا سره شریکه کړې ده، خو تراوسه په دې هکله په کلي او ټولیزه هوکړه نه ده شوې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند طلوع نیوز ته وايي چې د تاوتریخوالي دا کموالی به د اوربند په معنی نه وي، خو په ټول افغانستان کې به د دغې ډلې ټول عملیات کم شي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان مشرانو ته په خپل لیک کې د دې طرحې خبره راپوته کړې او ویلي یې دي چې دغه کار به د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د مخنیوي لپاره وشي، خو په قطر کې د طالبانو ویاند طلوع نیوز ته وایي چې د دې طرحې وړاندیز په ډسمبر میاشت کې طالبانو کړی و، خو تر اوسه پرې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.
 
د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند، محمد نعیم وايي:«زموږ له لوري تقریباً په ډسمبر میاشت کې یوه طرحه وړاندیز شوې ده چې له مخې به یې د ټولو لورو عملیات کم شي؛ خو تر اوسه د دې طرحې په تړاو نهايي توافق نه دی شوی.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند زیاتوي:«په دې راتلوونکو درې میاشتو شاوخوا ۹۰ ورځو کې به دغه شرایط ټول عملي شي. چې په هغه کې به د تاوتریخوالي د کچې کموال وي، په ولایتو او ولسوالیو باندې د لویو بریدونو نه ترسره کول دي، هوايي بمبارد او شپنیزو عملیاتو نه ترسره کول دي.»

د امریکا دفاع وزیر هم کابل ته په خپل سفر کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو نیوکه کوي او نه غواړي چې د دوحې هوکړه لیک ته د طالبانو د ژمنتیا په تړاو په څرګندو ټکو څه ووايي.
       
د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر، لوېډ اسټين څرګندوي:«‎د دوحې هوکړه لیک ته د ژمنتیا او نه ژمنتیا د ارزولو بهیر دوام لري. تاسو په دوحه کې زموږ هڅې ولېدلې او زه په دې اړه خبرې نه کوم، خو همدومره وایم څرګنده ده چې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده او موږ واقعاً غواړو چې د تاوتریخوالي کموالی ووینو. فکر کوم چې که تاوتریخوالی کم شي واقعا د یوه نتیجه ورکوونکي ډيپلوماټيک کار د شرایطو د برابرېدو لپاره یو پېل کېدلای شي.»

د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال زیاتوي:«دواړو لورو د تاوتریخوالي پر دوام باندې اندېښنه وښودله د افغانستان د اوسني وضعیت حل لاره یوازې پایداره او تلپاتې سوله وګڼل شوه.»      
د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر کابل ته د خپل سفر موخه په لنډوټکو کې داسې بیانوي:«‎‎ما ولسمشر ته کوم پيغام نه و راوړی. یوازې مې غوښتل د هغه اندېښنې واورم او وضعیت د هغه له نظره ووینم او همدا کار مې وکړ. د هغه د خبرو د اورېدو فرصت مې درلود او دا راته ډېره ګټوره وه. د ځواکونو د وتلو د کره نېټې په تړاو باید ووایم چې دا کار زما د مشر په واک کې دی.»
 
د سولې د هوکړه لیک له مخې امریکایي ځواکونه باید تر ۳۸ ورځو له افغانستانه ووځي. که څه هم سرچینې له لوژسټېکي پلوه دا کار خورا ګران ګڼي، خو طالبان وایي چې که امریکایي ځواکونه د مۍ په لومړۍ نېټې له افغانستانه ونه وځي، دا ډله به د دغه کار په تړاو خپله پرېکړه وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر په داسې وخت  کابل ته راغلی چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له هندي چارواکو سره د افغان سولې پر روان بهیر او په همدې سلسله کې د راتلونکو غونډو په تړاو د خبرو لپاره ډيلي ته تللی دی.
تمه کېږي چې په راتلونکو څو اوونیو کې به په استانبول کې د افغان سولې په رابطه یوه مهمه غونډه جوړه شي.

طالبان او امریکا پر داسې طرحې کار کوي چې له مخې یې په ټول افغانستان کې ۹۰ ورځې تاوتریخوالی کم شي.

شریک یي کړئ