ولسمشر اشرف غني نن سې شنبې (د وري په ۳مه) د ښوونځي زنګ له کړنګولو سره ۱۴۰۰ ښوونیز کال رسماً پیل کړ.
په هغو مراسمو چې په اماني لېسه کې جوړ شوي وو، د ولسمشر مېرمن رولا غني او د پوهنې وزارت چارواکو هم حضور درلود.
ولسمشر په دغو مراسمو کې وویل د دې اړتیا ده چې د نهم تر دولسم ټولګي د زده کوونکو او د پوهنتون د زده کړیالانو لپاره د عملي کار زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه:«سږ کال به د افغانستان د دیجیټل کولو کال کوي. ښوونکو، زده کړیالانو او د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو کارکوونکو ته د دیجیټل خدمتونو عرضه کول به زموږ د پروګرامونو په لومړیتوب کې وي.»
د هغه په وینا، سږکال کابو یو مېلیون نوي زده کوونکي به ښوونځيو ته ولاړ شي.
ښاغلي غني همدارنګه د ښوونکو د معاشونو د زیاتوالي په هکله هم څرګنده کړه:«د کال تر منځه باید د ښوونکو د معاشونو د زیاتوالي ژمنه اجرا شي.»
هغه وايي چې په تېر ښوونیز کال کې د ښوونځيو ۷۳۲ ودانۍ جوړې شوې او ټاکل شوې ده چې په روان کال کې ۱۸۰۰ نوي ښوونځي جوړ کړل شي.
د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي هم په دغو مراسمو کې وویل چې تېر کال د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د زده کوونکو درسونه شاته پاتې شول او دغه شاته پاتې کېدل به سږکال جبران کړل شي.