د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر نوی پړاو پیل کړ.
د رویټرز خبری اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر حواله لیکلي چې ښاغلی خلیل زاد ترکیې ته تللی چېرته چې په نږدې راتلوونکي کې د افغان سولې په هکله غونډه جوړېدونکې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ټاکل شوې ښاغلی خلیل زاد په دغه دوه ورځني سفر کې، د افغانستان سولې بهیر کې دخیل لوري د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو په پار وهڅوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا د سیمې هېوادونو ته د ښاغلي خلیل زاد د سفرونو دا پړاو د پنجشنبې په ورځ پیل شوی دی.
ټاکل شوې ده چې د اپریل په میاشت کې د افغان سولې په هکله په استانبول کې غونډه جوړه شي.
په دغې غونډه کې به د افغانستان د جګړې او سولې په هکله پرېکړه وشي.
په دې اړه مو اندونه