Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محب: د بهرنیو ځواکونو ژر وتل به د کورنیو جګړو لامل شي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، که چېرې بهرني ځواکونه د سولې له هوکړې پرته له افغانستانه ووځي، نو په دې هېواد کې به کورنۍ جګړې یو ځل بیا پیل شي.

ښاغلی محب زیاتوي، طالبان د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدلی. د نوموړي په وینا، د طالبانو مرکچیان نه د سولې لپاره کومه طرحه لري او نه د پرېکړو واک لري:«که چېرې طالبان دې ته په تمه وي چې خدای مه کړه دلته به جنجال جوړیږي او دوی به واک ته رسېږي نو تېروتنه کوي. ځکه چې هېڅوک د طالبانو بیرته راتګ نه غواړي.»

بلخوا د نیویارک ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې د امریکا متحده ایالتونو اطلاعاتي آژانسونو د  جوبایډن حکومت ته ویلي دي چې که امریکایي سرتېري د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د واک د وېش له هوکړې مخکې افغانستان پرېږدي؛ د دغه هېواد ډېری برخې په د طالبانو لاسته ورشي.
         
له دې سره جوخت د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي چې د هېواد پوځیان د جګړې هر ډول بدې سناریو ته تابیا لري.
         
د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یاسین ضیا څرګندوي:«هغوی (بهرني هېوادونه، امریکا) د خپل هېواد او خاورې اندېښنه لري او موږ باید د خپلې خاورې د دفاع چمتووالی ولرو.»

بل خوا ښاغلی محب وایي که د ترکیې غونډې ته د طالبانو پلاوی بدل او باصلاحیته شي؛ ښایي چې د ترکیې د سولې غونډه نتیجه ورکړي.
      
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وايي:«ټولې نړۍ، ټوله پانګونه پر سوله وکړه. همدغه جناب هیبت الله صېب څه کړي دي چې افغانان له دغو بدبختیو وباسي؟»

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو او یا وتلو پر سر بحثونه ګرم شوي دي، د چین د بهرنیو چارو وزارت امریکا په چین کې په د دسیسې او د بې ثباتۍ په رامنځته کولو تورنوي او د دغو ځواکونو د حضور یو علت د چین نا امنه کول ګڼي.
 
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوآ چونينګ وویل:«د دې ویډیو یو ویناوال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر او یو پخوانی نظامي دی؛ هغه څوک چې د رون پل په انسټېټیوټ کې یې د ۲۰۱۸ په اګسټ کې د یوې وینا پرمهال وویل چې په افغانستان کې د امریکا د حضور له درېیو دلیلونو یو هغه د چین کابو کول دي. هغه په ډاګه وویل چې په افغانستان کې د دوی د پوځي حضور یو دلیل د چین په سین کیانګ کې د ۲۰ مېلیونه ایغوریانو شتوالی دی. نو د هغه په اند په چین کې د سي آی اې د بې ثباتۍ تر ټولو غوره لاره په چین کې ناکرارۍ دي.»    

د امریکا نوي ولسمشر تر راتلونکي زیږدیز کاله په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د احتمالي پاتې کېدو خبره کړې ده، خو طالبانو خبرداری ور کړی که چېري د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې دغه ځواکونه ونه وځي؛ ښایي دوی د خپلو وسلو خولې بېرته پر بهرنیو ځواکونو ورواړوي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې نن په کابل کې له نورو امنیتي چارواکو سره په ګډې خبري ناسته کې وینا کوله ټینګار وکړ چې طالبانو د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدای.

شریک یي کړئ