Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د آسیا زړه - استانبول بهیرغونډه؛ ولسمشرغني تاجکستان ته ولاړ

ولسمشر غني نن دوشنبې (د وري ۹مه) د آسیا زړه - استانبول بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو په نهمې غونډې کې د ګډون په موخه د تاجیکستان پلازمېنه دوشنبې ته ورسید.

په دې دوه ورځني سفر کې لوړپوړی دولتي پلاوی د ولسمشر غني ملتیا کوي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي افغان چارواکي په دې غونډه کې د سولې او پرمختګ لپاره د سیمه ییزې اجماع له پيغام سره ګډون کوي.

د یاد وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب چې په دغې غونډه کې د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللی وايي:«موږ ډېرې همغږۍ ته اړتیا لرو. هم د ننه په افغانستان کې او هم سیمه کې د افغانستان د سولې په تړاو پر دې خبره اجماع ته اړتیا لرو چې زموږ لاسته راوړنې باید قرباني نه شي.»

د سیمې او نړۍ شاخوا پنځوس هېوادونه او سازمانونه د آسیا زړه - استانبول بهیر غونډه کې ګډون کوي. په دغې غونډې ګډونکوونکي، د اسیا زړه - استانبول بهیر د افغان سولې لپاره ګټور بولي..

د دې غونډې په پای کې به ګډونوال هېوادونه او سازمانونه د افغانستان په هکله ګډه اعلامیه خپره کړي.

د آسیازړه - استانبول پروسه په ۲۰۱۱ کال کې د کابل او انقرې په نوښت جوړه شوه او موخه یې دایمي سولې او ټيکاو ته د افغانستان رسېدل دي.

 د سیمې او نړۍ ۱۵ هېوادونه د دغه بهیر غړي دي چې هرکال په دوره یي ډول د دغه بهیر د غونډو کوربه توب کوي، خو پروسږکال د کورونا ویروس د پراختیا له امله د دې پروسې غونډه ونه شوه.

د آسیا زړه - استانبول بهیر غونډه کې د سیمې او نړۍ شاخوا پنځوس هېوادونه ګډون کوي

شریک یي کړئ