Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رپوټ: په امنیتي بنسټونو کې د طالب جنګیالیو ادغام به یوه ننګونه وي

د امریکا د سولې انسټېټیوټ په یوه تازه رپوټ کې د سولې له موافقې وروسته د دولتي ځواکونو په چوکاټ کې د طالب جنګیالیو شاملول یو ستونزمن کار بولي او وایي په کار ده چې سر له اوسه ورته پام وشي.

په دې رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې د سولې له هوکړې وروسته اړتیا ده؛ چې په اټکلي توګه ۶۰ زره طالب جنګیالي او د دغې ډلې په زرګونه ملاتړي ځواکونه په دولتي ځواکونو کې مدغم شي.

په دغه ۳۸ پاڼيز رپوټ کې سپارښتنه شوې ده چې د دولتي ځواکونو په جوړښت کې د طالب جنګیالیو د ادغام طرحې د عملي کېدو لپاره له همدا اوسه پلان ونیول شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رسنیز سلاکار مجیب الرحمان رحیمي وايي:«هیله لرو چې د نړیوالې ټولنې له مرستې سره او هوکړې ته د رسېدو په صورت کې، وکړای شو دا پړاو تېر کړو؛ خو طبعاً چې یو پېچلی بحث دی.»

په راپور کې راغلي چې د طالب جنګیالیو بې وسلې کول ممکن نه برېښي؛ نو ځکه ضروري ده چې په حکومتي ځواکونو کې یې د ورګډولو پر موضوع د سولې په روانو خبرو کې بحث وشي.
 
د امریکا د سولې انسټېټيوټ غړې مارینا پېټروفا څرګندوي:«مدني ټولنه باید ښکېله شي او عام خلک هم له خپل ځواکه په ګټې اخیستنې سره د تاوتریخوالي د دوام مخنیوی وکړي. او وړاندیز مې دا دی چې، خلک د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره تګلاره جوړه کړي او دغه کار به په سولې بهیر او د هغې د بریا په برخه کې ډېره مرسته وکړي.»

د امریکا د سولې انسټېټیوټ په دغه رپوټ کې د داعش په ګډون نورې ډلې هم د افغانستان لپاره ګواښ بلل شوی او همدې ته په کتو د نړیوالې ټولنې له لورې د اوږد مهال لپاره د افغان ځواکونو د ملاتړ سپارښتنه شوې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل:«د افغانستان له دولتي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام ډېر ګټور دی او دا چې د افغانستان جګړه د نړیوالو ترهګرو له لورې ده، نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.»

د امریکا د سولې انسټېټیوټ وايي تر سولې وروسته له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پر ټولو امنیتي او نظامي تړونونو باید بیا بحث وشي او له ناټو وغوښتل شي چې، د سولې له توافق وروسته د وضعیت د مدیریت لپاره له خپلو تجربو کار واخلي. 

د امریکا د سولې انسټېټيوټ په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان دولتي ځواکونه به د سولې له هوکړې وروسته هم د اوږد مهال لپاره د نړیوالې ټولنې سلامشورو او مالي مرستو ته اړمن وي.

شریک یي کړئ