Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قانون جوړونکي: د جګړې ښکېل لوري سولې ته واقعي هوډ نه لري

ځينې قانون جوړونکي او څېړونکي د سولې اوسنی بهر ماتېدونکی ګڼي او وايي چې د جګړې ښکېل لوري د جګړې د پای لپاره واقعي هوډ نه لري.

ځينې سیاستوال چې نن یې د سولې په هکله خبرې کولې، په دې باور دي چې امریکا نه غواړي د سولې له اوسني بهیر سره له افغانستانه خپل ځواکونه بهر کړي  او طالبان هڅه کوي چې د سولې له مذاکراتو سره، خپله جنګي څېره بدله کړي.

په دې غونډه کې سوله یو ستر اسلامي ارزښت بلل کېږي؛ خو څېړونکي ډاډمن نه دي چې ښکېل لوري دې د سولې په مسله کې ريښتیني وي.

په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو پېښو کې د دیني عالمانو وژل کېدل د دوی یوه بله اندېښنه یادېږي.
 
دیني عالم بشیر احمد انصاري په دې هکله وویل:«امریکا غواړي چې د خپلو وتلو، پوځي او مالي لګښټونو د کمښت لپاره پلمه ولټوي او طالبان غواړي چې له یوې جنګ غوښتونکې ډلې څخه په یوې سیاسي ډلې بدله شي او یوه ډپيلوماټيکه بریا ترلاسه کړي.»

په داسې حال کې چې د ترکیې له غونډې نه د مثبتې پایلې د راوتلو لپاره هڅې زیاتې شوې دي؛ خو د بېلابېلو طرحو پر شتوالي، د سولې بهیر په رابطه په ملي او نړۍواله کچه د روڼاندو او عادي خلکو نظرونو ته پر نه پاملرنې او په دغو خبرو کې د ښځو پر پېکه حضور او له وخته وړاندې ټاکنو پر طرحې نیوکې کېږي.
  
د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي وايي:«که چېرې یوځل بیا د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ تجربې تکرار شي شونې ده موږ بیا د افغانستان خلک د کړکېچ په لور سوق کړو.»

په داسې حال کې چې د هېواد د اوسني کړکېچ د حل لپاره یوه طرحه د انتقالي حکومت جوړېدل او رڼو ټاکنو ته د زمینې برابرېدل بلل کېږي؛ خو ځینې کسان د انتقالي حکومت له جوړېدو سره مخالف دي.

په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو له پېلېدو څو میاشتې تېرېږي؛ او اوس  ټول د ترکیې د سولې د جوړېدونکې غونډې مثبتې نتیجې ته په تمه دي.

په پام کې ده چې دا غونډه تر راروانو څو اونیو جوړه شي.
 
دوی وایي چې طالبان هڅه کوي د سولې په خبرو سره خپله جنګي څېره بدله کړي او امریکا بیا له افغانستان د وتلو په هڅه کې ده.

شریک یي کړئ