Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې د واحدې طرحې لپاره د ملي روغې جوړې عالي شورا هڅې

د ملي روغې جوړې عالي شورا یو چارواکی وايي چې د دغې شورا مشرتابه کمېټه د سولې په هکله د هغو طرحو پر ارزونې بوخته ده. چې د حکومت او سیاسي ګوندونو له خوا دغې شورا ته استول شوې دي.
 
د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي د ولسمشر غني د طرحې په ګډون ورته له بېلابېلو ادرسونو د سولې ۲۵ جلا جلا طرحې رسېدلي او دوی یې له منځه د یوې واحدې طرحې په چمتو کولو کار کوي.

ښاغلی خوځون وايي:«کوښښ کېږي چې د ترکیې غونډې ته یوه واحده طرحه چمتو شي او د لیدلورو د نږدېوالي لپاره کار وشي.»

ورته مهال ځينې سیاسي ګوندونه هم د ملي روغې جوړې عالي شوار ته د لېږل شویو طرحو پر مټ د یوه واحد نظر پر رامنځته کېدو ټينګار کوي.
  
د اسلامي جمعیت مشر عطا محمد نور وايي:«د لیدلوري د توحید په منظور تراوسه د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمېټې ۳۵ غړو خپل لیدلوري شریک کړي دي او هیله ده چې یو واحد لیدلوری ترلاسه شي.»

د ملي جنبش ګوند ویاند احسان نیرو هم وویل:«د افغانستان د ملي جنبش طرحه چمتو ده او د افغانستان له خلکو او د ملي روغې جوړې عالې شورا سره د شریکو لپاره به نن رسماً خپره شي.»

له دې منځه د ولسمشر غني طرحه درې برخې لري چې له طالبانو سره مذاکرات، انتقالي حکومت او له انتقالي حکومت وروسته وضعیت په کې رانغاړل شوی دی.
 
سرچینې وایي چې د دغې طرحې له مخې به د ولسمشر او د ده د مرستیالانو څوکۍ او ورسره د امنیتي ځواکونو اوسنی جوړښت خوندي وي.

د ملي نهضت مشر سید اسحق ګیلاني څرګنده کړه:«هغه طرحې چې په کابل کې لیکل شوې دي هېڅ یوه یې پر تېرېدونکي یا لنډمهالي او یا هم په کوم بل ډول حکومت ټينګار نه دی کړی. ترټولو ښه طرحه په خپله د امریکا طرحه ده چې تطبیق شي.»

تمه کېږي چې په راروانو اوونیو کې به د ترکیه په جوړېدونکې غونډه کې افغان حکومت، سیاستوال، طالبان او په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو استازي، د افغانستان د راتلونکي سیاسي برخلیک په هلکه پرېکړه وکړي.

بلخوا په ارګ کې سرچینې وايي چې ټاکل شوې ده چې ولسمشر ډېر ژر د حکومت د سولې طرحې جزییات خپاره کړي.

شریک یي کړئ