د ملي روغې جوړې عالي شورا وایي، د ترکیې د ناستې اجندا په داسې بڼه چمتو کېږي چې د جګړې ختمېدل،اوربند، د مشارکتي حکومت جوړېدل او په افغانستان کې د روان کړکېچ د دایمي حل لپاره پر یوه سیاسي هوکړې سلا وشي.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد طلوع نیوز ته وایي چې دې غونډې ته ښه چمتووالی نیول شوی او ډېر ژر به ورته د جمهوریت د پلاوي غړي هم وټاکل شي.
بل خوا ولسمشر غني هم د سولې لپاره په خپله طرحه کې د اساسي قانون، بشري حقونو او امنیتي بڼسټونه د خوندیتوب او ورسره، له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو د ختمېدو غوښتنه کړې ده.
هغه زیاته کړه:«همدا تمه ده چې جګړه پای ته ورسېږي، اوربند وشي او د هوکړې پربنسټ له یو بل سره کېښني او مسایل په خپل منځ کې حل کړي.»
د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستال وايي کېدای شي دغې غونډې ته د جمهوریت له لورې له ۱۲ تر ۱۵ پورې استازي ورشي خو خبره یې لا هم وروستۍ شوې نه ده.
ولسمشر غني هم په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په تړاو خپله طرحه ډاګیزه کړه. له درېیو برخو په جوړې دغې طرحې کې له طالبانو غوښتل شوي چې په واک کې د شریکېدو لپاره دې د افغانستان د خلکو، په تېره د ښځو بشري حقونه، د هېواد اساسي قانون او د نظامي او ملکي بنسټونو د کار دوام ومني او له ترهګرو سره دې رابطې ختمې کړي.
ولسمشر غني په دغه طرحه کې د مذاکراتو لپاره هم د څلورو پړاونو وړاندیز کړی چې اول هغه یې دافغانانو تر منځ خبرې دی او ور پسې له امریکا، ناټو، د افغانستان له ګاونډیانواو په اخري پړاو کې له اسلامي هېوادونو سره د مذاکراتو یادونه شوې ده.
په دې طرحه کې له وخت مخکې د ټاکنو او اوربند جزییاتو ته هم اشارې شوې دي. خو دغه طرحه بیا هم مخالفان او موافقان لري.
د افغانستان د ژغورنې ملي جبهه مشر ذبیح الله مجددي وايي:«دا هم په اساسي قانون کې یو اصل دی چې واک باید د ټاکنو له لارې ولېږدول شي.»
بل خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هند ته په خپل سفر پسې، نن د افغانستان د سولې په هکله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورسېد.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي:«روسیه او پاکستان د افغانستان د امنیتي وضعیت خرابېدو او د افغانستان په شمال کې د داعشیانو او نورو ترهګریزو ډلو د فعالیتونو له ډېروالي اندېښمن دي. موږ توافق کړی چې داسې یوه فضا جوړه کړو چې، ښکېلې خواوې د دغې کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته ورسېږي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ګڼي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي زیاتوي:«موږ د افغانستان په سوله او سوکالۍ کې ګټې لرو او په دې برخو کې ډېرې همکارۍ هم لرو. موږ د ترویکا د بریالۍ غونډې او همداراز د مسکو په څېر د یوې بلې غونډې د جوړېدو د امکان په اړه هم بحث وکړ.»
له بل لوري، طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، دغه ډله لا هم د ترکیې د غونډې د اجنډا، د پلاوي د جوړښت او همداراز د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د طرحې د ارزونې په برخه کې یوه کلي توافق ته نه ده رسېدلې.
په دې اړه مو اندونه