د سرپل د ولایتي شورا یوه غړي نن شنبې (د وري په ۲۱مه) طلوع نیوز ته وویل چې له دریېو ورځو راهیسې طالبانو د دغې ولایت پر سوزمه قلعه او بلخاب ولسوالیو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
اسدالله خرم وایي، درې ورځې وړاندې په بلخاب او سوزمه قلعه ولسوالیو کې د طالبانو او دولتي سرتېرو په نښتو کې ۱۱ تنه دولتي سرتېري وژل شوي او اته تنه نور بیا ټپیان دي، او په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د دولتي سرتېرو یوه ګډه پوسته هم د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
له دې سره سم، یوه معتبره دولتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، د سرپل په مرکز او د سوزمه قلعه ولسوالۍ په سنګ توده سیمه کې درې امنیتي پوستې د طالبانو لهخوا سقوط شوي دي، او له همدې امله سرپل ته د بلخاب، سوزمه قلعه، ګوسفندي او سانچارک ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
په دې اړه مو د سرپل ولایت د ځایي چارواکو نظر ترلاسه نه شوای کړی، خو یوه دولتي سرچینه وایي، چې په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپنې لپاره د دفاعي ځواکونو عملیات پیل شوي دي.