Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جګړه؛ تېره اوونۍ کې ۱۰۷تنه وژل شوي او څه باندې ۱۱۰ نور ټپيان دي

هغه شمېرې چې طلوع نیوز ثبت کړي دي، د دې ښودنه کوي چې د اپرېل میاشتې لومړۍ اوونۍ د روان زیږدیز کال د تېرو درې میاشتو تر ټولو مرګونې هغه وه.

د دغو شمېرو پر بنسټ، په تېرو اوو ورځو کې د ۷۹ دولتي ځواکونو په ګډون ۱۰۷ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

امنیتي بنسټونه وايي چې طالبانو ته هم څو برابره مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ځینو برخو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

له دې منځه څو ورځې کېږي چې د هېواد په شمال کې د بلخاب او سوزمه قلعه ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

د سرپل ولایتي شورا وایي چې په دغو دوه ولسوالۍ کې د څو پوستو پر سقوط سربېره په وروستیو جګړو کې یولس دولتي سرتېري وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
          
د سرپل والي قربان مراد مراد په دې هکله وویل:«د سرپل ولایت خلکو ته ډاډ ورکوم چې هېڅ ډول اندېښنه ونه لري. دولتي ځواکونه یې له وطن څخه دفاع ته چمتو دي.»
بلخوا هېوادوال د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د روژې مبارکې میاشتې له رارسېدو سره تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
            
د کابل اوسېدونکی حشمت الله وايي:«له ښکېلو لورو زموږ غوښتنه دا ده چې جګړه او وینه تویېدنه ودروي او سراسري سوله دې وکړي.»        
د کندهار اوسېدونکی صالح محمد هم وویل:«د خدای په پار! زموږ هېواد مه خرابوئ او مه تباه کوئ. نور نو بس ده.»

له دې ټولو سره سره د روژې د مبارکې میاشتې په رانږدې کېدو سره له ښکېلو لورو د جګړې د درولو غوښتنې ډېرې شوې دي. طالبان وایي چې د احتمالي اوربند لپاره کوم پلان نه لري؛ خو ادعا یې دا ده چې په دفاعي حالت کې به پاتې شي.
 
د مشرانو جرګې غړی  محي الدین منصف  څرګندوي:«باید اوربند وکړي او جګړې ودروي او پرېږدي چې د افغانستان مسلمان خلک د روژې میاشت په ښه شان سره تېره کړي.»
                         
پخوانی طالب قومندان سیداکبر آغا هم وویل:«تراوسه د حکومت او طالبانو له خوا د اروبند نښه نه لیدل کېږي چې یو لوری اوربند وکړي چې بل لوری هم بیا پرېکړه وکړي.» 

خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات وایي چې طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکوي او سولې ته لېواله نه دي:«له بده مرغه چې طالبانو پر سوله عقیده نه لري او په ډېریو ولایتونو کې تاوتریخوالی زیات کړی دی او امنیتي بنسټونه له دښمن سره هر ډول مقابلې ته چمتو دي.»
                  
د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو له پېلېدو څو میاشتې تېرېږي؛ خو تر اوسه د سولې هڅو پر امنیتي وضعیت د پام وړ اغېز نه دی کړی. 

شریک یي کړئ