Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: د سولې لپاره طرحه لرم خو بیړه په کار نه ده

ولسمشر غني وايي چې د بهرنیو طرحو پر تله د سولې لپاره غوره طرحه لري؛ خو باید بیړه ونه کړو.

ښاغلی غني د کوهدامن خلکو غونډې ته په یوه پیغام کې وايي چې د سولې هوکړې لپاره اړتیا ده، په لومړي سره کې د سولې یو حکومت رامنځ‍ته شي او د لویې جرګې له لارې د خلکو د لیدلوري له اخیستو وروسته، په خپله به واک د ټاکنو له لارې ولېږدوي؛ خو دی به په دغو ټاکنو کې نوماند نه وي.

هغه په دې هکله زیاته کړه:«له تپل شوې جګړې، عادلانه او پایېدونکې سولې ته د تېرېدو لپاره زموږ طرحه ډېره واضیح ده. زه تاسو ته د دې تفصل نه وړاندې کوم... هره طرحه چې له بیرونه مطرحه کېږي باید بشپړ وضاحت ولري. موږ په خپله ان شاالله او تعالی دا وړتیا لرو چې جامع او اصولي طرحې وړاندیز کړو.»
 
ښاغلي غني همدارنګه څرګنده کړه:«سوله زموږ، طالبان او نړیوالې ټولنې ترمنځ یوه مرکه ده. نو له دوامداره او ګټور بحث پرته چې پر اساسي اصولو سره نتیجې ته ورسېږو. څوک دې وارخطايي نه کوي او دا اړینه ده چې موږ وکړای شو د هرې هغې طرحې په بدیل کې چې زموږ همکاران یې مطرحه کوي طرحه ولرو.»

ولسمشر وویل:«د مشروعیت معیار ټاکنې دي. له تاسو سره زموږ ژمنه او تعهد دا دی چې ملي واک به ستاسو د ارادې پر بنسټ خپلو ټاکنیزو ځای ناستو ته به ورکړم. لارې دا دي چې لویه جرګه د افغانستان د ملت د تمثیل کوونکې په توګه، د افغانستان د خلکو د ملي وحدت د ممثل په توګه، له سیاسي هوکړې وروسته جوړه شي او پر هغه مهر ولګول شي او په هغه کې د خلکو ونډه واضیح وي.»

ورته مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې نن یې د کوهدامن د خلکو په مراسمو کې وینا کوله د همدغې اوونۍ په لړ کې د ترکیې غونډې له جوړېدو خبر ورکړ:«هغه اجنډا چې د ترکیې غونډې لپاره یې وړاندوینه شوې، لومړی پر ارزښتونو د هوکړې مسله ده... ایا طالبان په دې فکر کې دي چې راځي او خلک پر کېبل وهي او موږ چوپه خوله کېنو؟ نه هېڅکله نه!»

هغه همدارنګه وویل چې د سولې خبرو اترو په لومړي پړاو کې، د اصولو پر سر مذاکره ده:«په دې معنا چې طالبان اړ دي - تکراروم یې اړ دي... - چې افغانستان د طالب کېدونکی نه دی.»

هغه ټینګار وکړ هغه مهال به له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي چې د دغې ډلې غړي ځانونه د ټولنې جز وګڼي.

ښاغلي صالح همدارنګه څرګنده کړه چې بیا به د طالب بندیانو د خلاصون «تېروتنه» تکرار نه کړي:«یو له هغو کارونو چې د دغې ټولنې غټ او واړه اعتراف کوي او موږ ټول پرې اعتراف کوو، زموږ تر ټولو غلط  کار د ۵۵۰۰ طالب بندیانو ازادول وو.»

ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا هم خبر ورکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې طرحې مسوده د دغې شورا د چمتو او توحید کمېټې له خوا وروستۍ شوې ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې نن یې د کوهدامن د خلکو په مراسمو کې وینا کوله د همدغې اوونۍ په لړ کې د ترکیې غونډې له جوړېدو خبر ورکړ.

شریک یي کړئ