Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیمه کې د سرتېرو ځای پر ځای کولو لپاره د امریکا هڅې

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ قومندان او د دغه هېواد ډیپلوماټان، یوځای د سیمې هېوادونو له چارواکو سره په یوې طرحې کار کوي، چې له مخې یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتنې وروسته، وکړای شي امریکا خپل سرتېري او ځینې هوایي برخې افغانستان ته نږدې د ترهګرو پر وړاندې د عملیاتو لپاره وساتي.

د "ایرفورس مگزین،" پوځي مجلې د راپور له‌مخې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ قومندان سه‌شنبې د دغې هېواد د مشرانو جرګې پوځي خدمتونو کمېټې ته ویلي، چې د دغه هېواد د پوځ مرکزي قومندانۍ د افغانستان لپاره د امریکا راتلونکو عملیاتي پروګرامونو او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د ځای پرځای کولو د پلان جوړونې په حال کې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د ترهګرو پر ضد د راتلونکي پروګرام لپاره به افغانستان کې د تګلارو د موخو څارنه کوي، چې د هوایي استخباراتو او له افغانستانه بهر به کشفي عملیات په کې شامل وي.

هغه زیاتوي، چې امریکا د موخو له پېژندو وروسته، د هغو د له منځه وړلو لپاره به څو غوراویو ته اړه وي د لېرې لارې د توغندیو توغول او شونې ده چې د خطرناکه عملیاتو ترسره کول به هم په دې کې شامل وي.

مک‌کنزي زیاته کړې ده: " تاسې ( د امریکا پوځي کمېټه) کولای شئ، چې دغه عملیات په پیلوټان د الوتکو له لارې ترسره کړئ.
ټولې دغه درې غوراوي یا ټاکنې ننګونې له ځان سره لري. خو، په دغو درېیو ټاکنو کې فرصتونه هم تر سترګو کېږي."

په همدې حال کې، نیویارک ټایمز د امریکایي پوځي چارواکو او ډیپلوماټانو په حواله لیکلي، کېدای شي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته دغه سرتېري د تاجکستان، کازاخستان او ازبکستان په اډو کې ځای پر ځای شي.

جنرال مک‌کنزي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا نه حضور به د ترهګرو پر وړاندې عملیاتونه سخت کړي، خو ناشونې نه‌ده.

هغه زیاته کړې، اوس مهال د سرتېرو د هوکړه‌لیک پر څرنګوالي او د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته په کابل کې د امریکا سفارت د پراخوالي څرنګوالي په اړه هم خبرې روانې دي.

د امریکا دغه لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي، چې په کابل کې د امریکا د سفارت ساتل به دغه هېواد لپاره مرستندویه و اوسي.

ځکه د دغه سفارت حضور کولی شي، چې د امریکا لپاره (د افغانستان د څارنې) زمینه برابره کړي.

د هغه دغه ویناوې په داسې حال کې څرګندېږي، چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړه، چې امریکایي ځواکونه به د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه له افغانستانه ووځي.

جنرال مک‌کنزي ویلي، په افغانستان کې د امریکا نه حضور به د ترهګرو پر وړاندې عملیاتونه سخت کړي، خو ناشونې نه‌ده.

شریک یي کړئ