Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو ۱۲ ورځو کې ۱۱۲ دولتي سرتېري وژل شوي

د طلوع نیوز یوه څېړنه ښيي چې په تېرو ۱۱۲ ورځو کې په جګړو او د امنیت ضد پېښو کې د دولتي ځواکونو ۱۱۲ سرتېري وژل شوي او ۷۶ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې په وروستیو ۱۲ ورځو کې د طالبانو بریدونو کې ۶۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه شمېرې چې د ورځې طلوع نیوز ته رسېږي د دې ښودنه کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې له اعلان وروسته، د طالبانو بریدونه او امنیت ضد پېښې مخ پر زیاتېدو دي.     

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یوځل بیا یوه د هدفي ترور او یوه د قتل پېښه رامنځته شوه.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې کارکوونکی فواد امیري د شپې مهال کله چې جومات ته روان و، د پغمان ولسوالۍ په خواجه مسافر کلي کې ترور شو. خپلوان یې وایي چې فواد د قرانکریم حافظ و او درې وړې لوڼې ترې پاتې دي.
 
د فواد امیري ورور عبدالشکور امیري وايي:«د قران حافظ و او د چارو په اداره کې یې دنده لرله. له چا سره یې دښمني نه وه، د ناپېژاده وسله والو له خوا وژل شوی.»

بل خوا د میدان وردګو ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وایي چې د میدان وردګو په سید آباد ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر یوه کور د هاوان د ګولۍ د راپرېوتو او داراز په جلریز ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله لس تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
          
نوموړی زیاتوي:«د یوه هوايي برید په پایله کې د جلریز په زرولنګ کلي کې د یوې کورنۍ اته تنه غړي وژل شوي او په یوې بله پېښه کې په سید اباد ولسوالۍ کې د روژماتي پر مهال د یوه هاوان د لګېدو په پایله کې د یوې کورنۍ حلور غړي وژل شوي او درې تنه نور یې ټپيان دي.»

پخوانی نظامي جاوېد کوهستانی وايي:«له بده مرغه دولت او امنیتي بنسټونه په ناڅرګنده دلایلو، ناتوانه دي چې له دغو فعالیتونو مخنیوی وکړي.»
 
له دې ټولو سره د کورنیو چار وزارت ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اړولو اصلي مسوول طالبان ګڼي او وايي چې دغه ډله د سولې لپاره هوډ نه لري.
                      
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین هم زیاته کړه:«د تېرو ۱۰ ورځو په لړ کې څه باندې ۲۰۰ هېوادوال شهید او ټپيان شوي دي. په ځواب کې زموږ دولتي ځواکونو هم طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.»

طالبان ولسي وګړو ته د تلفاتو د اړولو ادعا ردوي او ادعا کوي چې دغه مرګ ژوبله د دولتي ځواکونو له لوري په بمبار، د هوانونو په ډ‌زو او د توغندیو د توغولو په پایله کې اوښتې ده.
             
د ولسي جرګې غړی جاوېد صافی څرګندوي:«یوازینۍ د حل لار دا ده چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات پيل شي او سره کېني او یوه حل لار پیدا کړي.»

په دې وروستیو کې د روانې جګړې د ختمېدو لپاره د افغانانو سترګې د ترکیې کنفرانس ته وې، خو دغه کنفرانس تېره اوونۍ په دویم ځل تر نامعلوم وخت پورې وځنډېد.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې له اعلان وروسته، د طالبانو بریدونه او امنیت ضد پېښې مخ پر زیاتېدو دي.

شریک یي کړئ