له چاودېدونکو توکو ډک یوه موټر د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې یو ولسي مېلمستون په نښه کړي.
د لوګر د ولایتي شورا رییس طلوع نیوز ته وايي چې د لومړنیو شمېرو پر بنسټ په دغې پېښه کې ۲۵ تنه وژل شوي او څه باندې ۶۰ تنه ټپيان شوي دي.
د دغه ولایتي شورا د غړي حسیب الله ستانکزي په وینا د دغې پېښې مرګ ژوبله د زیاتېدو په حال کې ده.
ورته مهال د کورنیو چارو وزارت هم پخلی کړی چې په دغې پېښه کې ۳۰ تنه وژل او ټپيان شوي دي.
دغه وزارت ويلي دي چې د مرګ ژوبلې شمېر د بدلون وړ دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کورونو چتونه پر محصلینو، مسافرو او خلکو رالوېدلي دي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې تر کنډوالو لاندې ګیر پاتي وژغوري.
په دې اړه مو اندونه