Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو له خوا د لوګر وروستي برید غندل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د یوې اعلامې په خپرولو سره لوګر کې ورستی خونړی برید غندلی او د ملکي تلفاتو او تاوتریخوالي د ډېرېدو په هکله یې اندېښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو او د ولسي وګړو پر خوندېتوب ټينګار کوي او وایي چې د ترهګرو سمبالوونکي او مالي ملاتړي باید عدالت ته راوکاږل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې هکله وايي:«هغه کسان چې زموږ بچیان وژني، عالمان او ټول حضور لري، باید دغه فتنه له ټولو دیني احکامو سره تعبیر کړو.»

بل خوا یو شمېر سیاستوال هم وایي چې په هېواد کې د جګړې دوام د هچا په ګټه نه دی.

د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي وویل:«له ۲۰۰۱ کال مخکې د مقاومت په دوره کې هم دغه جګړه چې طالب ترسره کړې غیر شرعي ده، هېڅ جواز یې نه درلود. هغه جګړه چې تر ننه یې توجیه ورکړې ده چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته بله توجیه هم نه لري.»

پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا هم زیاتوي:«د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته، باید پوه شوه چې افغانان یوې نوي حکومت ته اړتیا لري او باید دغه جګړه او اوسنی وضعیت پای ته ورسېږي.»

د لوګر یو شمېر اوسېدونکي چې د دغه ولایت د شنبې شپې په چاودنه کې یې د وژل شویو کسانو لپاره په کابل کې د فاتحې مراسم نیولي وایي چې په هېواد کې د جګړې اصلي زیان ولسي وګړو ته رسېږي.

د لوګر اوسېدونکی نقیب احمدزی وايي:«موږ پر حکومت نیوکه لرو پر طالب هم نیوکه لرو موږ ولس یوو زموږ ګناه معلومه نه ده خو هره ورځ وژل کېږو.»

بل خوا په ټولنیزو رسنیو کې د حج او اوقافو د وزیر هغو تازه خبرو چې د طالبانو جګړه یې ناروا بللې ده، پراخ انعکاس موندلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لوګر برید غندلی او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په هکله یې اندېښنه ښودلې ده. بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې د حج او اوقافو د وزیر هغو تازه خبرو چې د طالبانو جګړه یې ناروا بللې ده، پراخ انعکاس موندلی دی.

شریک یي کړئ