د ملي روغې جوړې عالي وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد افغان حکومت ته ویلي دي چې طالبان په اصولو کې د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره ستونزه نه لري.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي وايي د دې لپاره چې د استانبول غوڼده مطلوبه پایله ولري، طالبان د دغې غونډې له ترسراوي مخکې د یوې مقدماتي غونډې د جوړېدو غوښتونکي دي؛ خو طالبانو په دې هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
ښاغلی سعادتي زیاتوي:«بحث یي دا وو چي موږ په پرانسیب کې د استانبول له غونډې سره ستونزه نه لرو او له پیل کې د استانبول له رسمي غونډې مخکې یوه مقدماتي ناسته وشي ښه به وي چې د استانبول غونډه مطلوبه پایله ولري.»
خو د طالبانو د بریدونو په ډېرېدو سره د سولې خبرو د نه بریا په برخه کې هم اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.
د افغانستان د ژغورنې ملي جبهې مشر ذبیح الله مجددي وايي:«خلک ډېر ځورېږي، ډېر عذاب ویني او په دغو جګړو کې له دواړو لوریو یوازې بې ګناه خلک زیان ویني او قرباني کېږي.»
د افغانستان د ژغورنې او سولې شورا رییس ګل رحمان قاضي هم څرګندوي:«زموږ سوله هم نور خلک اخلي او زموږ د جګړې پرېکړه هم نور کسان کوي، راځې چې په خپله په عمل کې سره یوځای شوو.»
د دواړو خواوو له لوري د جګړې د ادبیاتو کارول د جګړې د زور اخیستو لامل ګڼل کېږي.
د طالبانو پخواني قومندان سید اکبر آغا په دې هلکه وویل:«موږ وینو چې حکومت شپه او ورځ وايي چې موږ مقابلې ته حاضر یوو او د جګړې شعار ورکوي، راځې چې د سولې غږ پورته کړو.»
له دې ټولو سره سره، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي لا هم نیوکې کېږي.
د حزب اسلامي مشرتابه غړی فضل الهادي وزین وايي:«د بهرنیو ځواکونو د تللو تابیاوې دې داسې ونیول شي چې د هغوی له وتو وروسته افغانستان د کورنۍ جګړې شاهد نه شي.»
تر دې مخکې د ترکیې د بهرینو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې د استانبول غونډه له کوچني اختر وروسته جوړه شي؛ خو د ملي روغې جوړې عالي شورا بیا پر دې باور ده چې، ښايي دغه غونډه د روانې زیږېزې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې جوړه شوه.