Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حکومت او طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان

د ملي روغې جوړې عالي شورا نن دوشنبې (د غوايي په ۲۰مه) د اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ.

د طالبانو مشرتابه خپلو جنګیالیو ته حکم کړی چې د اختر په درې ورځو کې نه د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته ولاړ شئ او نه هم له حکومت سره تړو کسانو ته اجازه ورکړئ چې ستاسو تر ولکې لاندې سیمو ته تګ راتګ وکړي.

ولسمشر غني د اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند په غبرګون کې له دغې ډلې غواړي چې واقعي او دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

د طالبانو مشرتابه د دغې ډلې جنګیالیو ته حکم کړی چې د اختر د درې ورځو په لړ کې، نه د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته ولاړ شي او نه هم په حکومت پورې تړلو کسانو ته اجازه ورکړي چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو ته تګ راتګ وکړي.

اوربند داسې یو ذهني تصویر دی چې، عملي کېدل یې له کلونو راهیسې د هېوادوالو په ذهنونو کې حک شوی دی. طالبانو اوس اوس یوازې د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د دغه ذهني تصویر د عملي کېدو لار برابره کړې ده

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې هکله وايي:«تاسو ویلي وو چې زموږ شپږ زره بندیان ازاد کړئ او امریکایان بهرشي موږ اوربند کوو، اوس خو ستاسو شپږ زره بندیان ازاد شول او امریکایان هم وځي، نو په کومه موخه وژنو ته دوام ورکوئ؟»

ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي روغې جوړې عالي شورا بیا په هېواد کې د جګړې د ختمېدو لپاره پر تل پاتې اوربند ټينګار کوي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون څرګنده کړه:«له اوسنیو شرایطو د وتلو یوازینۍ لار مذاکراتو ته چټکتیا ورکړل او د دایمي اوربند ټينګښت دی.»

یو شمېر هېوادوال هم له طالبانو غواړي چې، د اختر ورځو دغه اوربند لاپسې وغځوي.

د کابل اوسېدونکی جان باز خان وویل:«که چېرې اوربند کېږي دایمي دې وشي، که چېرې نه کېږي پرېږدئ همداسې دوام پیدا کړي.»

د کابل بل اوسېدونکی محرم علي هم وايي:«درې ورځنی اوربند ولې د تل لپاره نه کوي؟»

وکابل مېشتې نجیبه هم زیاتوي:«پرېږدې دي چې خلک زده کړې وکړي او ارام ژوند وکړي، تر کله به دا وضعیت وي؟»

له بل لوري، د بریټانیې او پاکستان لوی درستیزانو په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه له بحث وروسته د افغانستان له سیاسي او پوځي چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته رسېدلي دي.

د نړیوالو چارو شنوونکی، ویس ناصري څرګندوي:«برېټانیا له کلونو مخکې تراوسه له پاکستان سره په یوه کلي تفاهم کې ده او دا تفاهم همدارنګه د افغانستان په هکله هم د دغو دوو هېوادونو ترمنځ په خپل ځای دی.»

ورته مهال د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزیران له افغانستانه د ملاتړ لپاره د لارو چارو د مشخص کولو لپاره نن په بروکسل کې سره جرګه شول.

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل:«په دې ورستیو ورځو کې له وحشتناکو بریدونو وروسته، د اروپايي ټولنې لپاره ډېره مهمه ده چې، افغانستان او حکومت یې کولی شي د اروپا پر ملاتړ حساب وکړي. موږ به همداراز د افغانستان د بیارغونې لپاره کافي بودیجه برابره کړو او موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو چې، د سولې خبرې هم یوې نتیجې ته ورسېږي. دا د یوه سوله ییز افغانستان راتلونکي لپاره یوازینی تضمین دی. زموږ مرستې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو له ساتنې سره مشروطې دي.»

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران وايي، له افغانستانه د ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونو د رسمي وتلو له پیل سره سم، د اروپايي ټولنې او ناټو غړو هېوادونو د ځواکونو د ويستنې بهیر چې شمېر یې شاوخوا ۸ زرو ته رسېږي هم پیل شوی دی.

شریک یي کړئ