Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوربند پای؛ په ۱۵ ولایتونو کې د جګړې له پیله خبر ورکړل شوی

د اختر د درېیو ورځو اوربند ختمېدو سره، بیا د ۱۵ ولایتونو له ځينو برخو کې د جګړې رپوټونه رارسېدلي دي.

دفاع وزارت وایي، طالبانو د درېیو ورځو اوربند پر مهال هم، ۱۸ ولایتونو کې اوربند نقض کړی او پر برید یې لاس پورې کړ.

د دفاع وزارت په وینا، د طالبانو په بریدونو کې ۲۱ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي، خو طالبانو د اوربند نقض رد کړی دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل:«د اوربند په درې ورځو کې، د طالبانو ترهګریزو فعالیتونو دوام درلود. د طالبانو د خوځښتونو په پایله کې طالبانو ۲۱ ولسي وګړي شهیدان کړي او ۳۳ تنه نور یې ټپيان کړي دي؛ له درې ورځني اوربند له پای وروسته اعلان شوې، ترهګریز فعالیتونه دوام لري.»

د اختر په ورځو کې د طالبانو له درې ورځني اوربند څو ساعتونه وروسته د هېواد له نیمایي ولایتونو د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو خبرونه رارسېدلي دي.

له دې منځه د لغمان له دولت شاه ولسوالۍ رارسېدلی خبر وایي چې د دغې ولسوالۍ امنیه قومندان له یوه پولیس افسر سره یوځای له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی او درې نور پولیس سرتېري ټپیان شوي دي.
            
د لغمان اوسېدونکی محمد فاروق وطن یار وايي:«د دولت شاه ولسوالۍ له اوو میاشتو راهیسې له سخت ستونزمن امنیتي وضعیت سره مخ دی؛ خو دغې ولسوالۍ ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.»

په هلمند کې هم جګړه بېرته پېل شوې ده. د ۲۱۵ میوند قول اردو په هلمند کې د طالبانو خلاف د یرغلیزو عملیاتو د پېلېدو خبر ورکوي.
                        
د هلمند د ولایتي شورا رییس عطالله افغان څرګندوي:«د ناوې ولسوالۍ او نهمې حوزې په برخو کې جګړه دوام لري. جګړې زور اخیستی او زموږ غوښتنه دا ده چې اوربند وشي.»

بل خوا ولسمشر غني پوځي قومندانانو ته امر کړی دی چې د طالبانو له لوري د جګړې د دوام په صورت کې د دې ډلې پر خلاف عملیات ترسره کړي.

د ولسي جرګې غړی عبدالبصیر عثماني وویل:«له وژنې څه نه دي جوړ شوي او نه جوړېږي. که چېرې په دې فکر کې واوسئ چې له پوځي لارې واک ترلاسه کوئ، تېروتنه مو کړې ده او د افغانستان خلک تسلیمېدونکي نه دي.»

 د جګړې له دواړو لوریو د هېوادوالو غوښتنه داده چې د اختر د ورځو په څېر جګړې کمې کړي او په هېواد کې د دایمي اوربند زمینه برابره کړي.   

شریک یي کړئ