Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت د دولت عالي شورا د غړو نوملړ چمتو کړی

د دولت عالي شورا د ترکیب په هکله له ورځو ورځو سلامشور وروسته بالاخره، حکومت یو نوملړ چمتو کړی چې په هغه کې د اتلسو تنو نومونه د دولت عالي شورا د غړو په توګه لیدل کېږي.

په دغه نوملړ کې د ولسمشر غني، امرالله صالح، سرور دانش، عبدالله عبدالله، حامدکرزی، عبدرب الرسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، میررحمان رحماني، فضل هادي مسلمیار او د  فاطمې ګیلاني، حسینې صافۍ، فوزیې کوفي او حبیبې سرابي نومونه لیدل کېږي.

ځينې سیاستوال له ترتیب شوي ترکیب سره موافق نه دي.

د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«هغه څېرې چې په دغو شلو کلنونو کې په دغه ګرځنډ کې وواو هېڅ بدلون نه کوي. همدوی دي او زه فکر نه کوم چې دغه څېرې دې کوم نوښت ولري چې حکومت پر خپلو پښو ودرېږي.»

خو ځينې سیاسيوال له هغې ډلې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني او مارشال دوستم ځينې ملاحظات لري.

د دغو ملاحظو په دې هکله حامد کرزي نن له ګبدین حکمتیار سره لیدلي دي؛ خو د ښاغلي حکمتیار دفتر وايي چې هغه لاهم له هغې شورا سره مخالف دی چې له اتو تر لسو کسانو څخه زیات غړي ولري.
       
د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال محمد بابر فرهمند څرګنده کړه:«که چېرې د دولت عالي شورا چې ټاکل شوې ده په کار پیل وکړي، پرېکړه کوونکې نه وي، د پرېکړې واک ونه لري او یوازې مشران د یوه سمبول په توګه هلته حضور ولري، نه یوازې مارشال صاحب هېڅ یو مشر به حاضر نه شي چې د جوړېد، د کار د پیل او په هغې کې ګډون وکړي.»

د حزب اسلامي غړی حفیظ الرحمان نقي هم وايي:«که چېرې د دغو کسانو کمیت زیات شي او یا دا چې واک ورنه کړل شي، د دغې شورا وجودي او علمي مفهوم منتفي دی.»

خو ارګ وایي چې تر اوسه د دې شورا نوم او د هغې د غړو نوملړ وروستی شوی نه دی.
     
د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود څرګندوي:«د دولت عالي شورا په کاري حوزه کې ډېر بحثونه لري خو په لویه کچه لازمې مشورې شریکې کېږي او د هغه په مطابق وروستي ګامونه پورته کېږي.»

ولسمشر غنی او عبدالله عبدالله د اوسني حکومت د جوړېدو په سیاسي موافقه کې د دې شورا پر جوړېدو هوکړه کړې ده.

ځينې سیاسيوال له هغې ډلې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني او مارشال دوستم ځينې ملاحظات لري.

شریک یي کړئ