Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تاوتریخوالي نوې څپه؛ تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۲ تنه وژل شوي

د تاوتریخوالیو په نوې څپه کې، تېرو څلورویشت ساعتونو کې د هېواد پنځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ هلمند، بادغیس او هرات ولایتونو کې د دولتي ځواکونو ۱۰ سرتېرې وژل شوي او درې نور بیا ټپيان دي.

خو ملي دفاع وزارت وايي؛ په همدې موده کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲۷ طالبان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

میوند فاروق نجرابی د البېروني پوهنتون استاد و، دی له درېیو تنو نورو سره يوځای د شنبې په ورځ هغه مهال ووژل شو چې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې یې پر موټر د ماین چاودنه وشوه. په دې پېښه کې ۱۷ تنه نور ټپیان شول.
            
د وژل شوي کس له خپلوانو معین میرزاده وايي:«هره ورځ جګړه د دې لامل کېږي چې موږ خپل کدرونه له لاسه ورکړو، خپل ځوانان، خپل عالمان له لاسه ورکړو، خپل عساکر له لاسه ورکړو. که چېرې دا وضعیت دوام پيدا کړي موږ به د یوه خطرناکه ناورین شاهد وو.»
  
د وژل شوي کس له خپلوانو فایض عظیمي هم وویل:«دښمن هڅې ډول انساني، اسلامي او بشري حقونو ته ژمن نه دی.» 

بل خوا د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه موټر د ماین په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

خو د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې پر مهال د واده پر مراسمو د هاوان د ګولۍ د راپرېوتو په پېښه کې لږ ترلږه ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازی میرحیدر افضلي وايي:«په هغه صورت کې چې تاوتریخوالی زیاتېږي، طبیعي ده چې سولې ته زموږ رسېدل ستونزمن کوي، هغه کږلېچونه چې موږ نه توانېدو په تېر کې هغه ته ورسېږو لا ستونزمن کوي.»
              
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په دې هکله څرګندوي:«د دغه ملکي مرګ ژوبلې مسوول طالبان دي. هغه ډول بریدونه او خوځښتونه چې طالبان ترسره کوي دا په جنګي قوانینو کې جنایت دی.»  

د هېواد په نورو سیمو کې هم امنیتي پېښې شوې دي.

په فراه کې د پوهنتون یو استاد او په کابل کې بیا د ښارجوړونې وزارت د پالیسۍ رییس له خپل یوه ساتونکي او له یوه ولسي وګړي سره ترور شوي دي. 

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو په بریدونو کې ۲۴۸ ملکیان وژل شوي دي او ۵۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي، خو طالبان د حکومت دغه ادعا ردوي.

شریک یي کړئ