Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په لسو ولایتونو کې تاوتریخوالی؛ کابو ۴۰ تنه وژل شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد لسو ولایتونو کې تاوتریخوالي کې شاوخوا ۴۰ کسان وژل شوي او نږدې ۵۰ نور ټپیان دي.

 له دې منځه، زابل کې د سپرلۍ پر موټر چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. په لوګر کې بیا، د پکتیکا د ملي امنیت پنځه تنه کارکوونکي، د لوګر د اقتصاد رییس او دې ولایت کې د افغانستان بانک د څانګې مدیر په درېیو جلا پېښو کې ووژل شول.

د زابل امنیه قومندان ویس صمیمي په دې هکله څرګنده کړه:«ماین پر یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر چاودنه وکړه چې له بده مرغه ۱۱ تنه شهیدان او شل تنه نور ټپيان شول.»

بل خوا د دغه ولایت له بره کي برک ولسوالۍ هم داسې راپورونه رارسېدلي چې له مخې یې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتې پر مهال دوه هاوانه د سیمه ییز خلکو پر کورونو لګېدلي او له امله یې ځینې کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی شاه آغا وايي:«د طالبانو او دولت ترمنځ نښته شوې وه، زموږ په کور کې هاوان ولوېد. دوه تنه ټپيان شول، له کوره بهر هم بل هاوان ولوېد چې څلور تر پنځه تنه یې ټپيان کړل.»

د دې سربېره، په اتو نورو ولایتونو کې د روانو جګړو له امله ۱۶ دولتي سرتیري او ۴ ولسي وګړي وژل شوي او همداراز د دوو ولسي وګړو په ګډون ۱۲ نور دولتي سرتیري ټپیان شوي دي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل څرګندوي:«دغه جګړه به څومره دوام وکړي، او څومره مړي به ورکړو؟ تکرار وم یې دا مسله چې په راتلوونکي کې هر څوک د جګړې له لارې بریالی شي، پر هدیرې به حکومت وکړي.»

ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د افغان ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې ۱۵۰ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور یې ټپیان دي؛ خو طالبان بیا دغه ادعا نه مني.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي:«په هره کچه چې طالبان د جګړې پر دوام ټينګار ولري او خپل تاوتریخوالی زیات کړي، په هماغه کچه به ووژل شي او له ماتې سره به مخ شي.»

له دې ټولو سره سره هېوادوال د جګړې له دواړو خواو غواړي چې، سولې ته د رسېدو لپاره باید پر دایمي اوربند سره سلا وکړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه