د کابل پولیس وایي، پرون د (سهشنبې ماښام، د غبرګولي په ۱۱ مه) د ښار د درېیمې حوزې اړوند، "اهلبیت" جومات ته نږدې پر یوه کاسټر موټر د نښلېدونکي ماین چاودنه شوې ده.
بلخوا، د پېښې عیني شاهدان وایي، ټپیان شوي کسان په امبولانسونو کې روغتونونو ته ورسول شول.
سرچینې وایي، دویمه چاودنه هم پر یوه کاسټر موټر او تر لومړۍ چاودنې لږ وروسته شوې ده.
یوه امنیتي سرچینه وایي، دواړو پېښو کې لږترلږه ۱۰ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، خو کېدای شي دا شمېرې تغییر شي.
عیني شاهدان بیا وایي، د پېښې د مرګژوبلې شمېرې زیاتې دي.
د سپرلۍ دا دواړه کاسټر موټرې له ښاره، د کابل لوېدیځ "دشتبرچې" ته روانې وې.
د دواړو چاودونو د ترسرهکولو مسوولیت لا چا نهدی منلی.