د یوې امنیتي سرچينې د اطلاعاتو له مخې، یوازې د جوزا په دوو ورځو، دیرلسم او څوارلسمو نېټو نښتو کې ۱۱۹ تنه وژل شوي، چې ۱۰۲ یې پوځيان دي.
د دغو اطلاعاتو پر بنسټ دغو دوو ورځو کې، ۱۹۶ تنه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي. سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د مرګ ژوبلې کچه هم نږدې همدومره ده.
د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون رییس خان آغا رضایي په دې هکله وايي:«د ورځې په ۲۴ تر ۲۷ ولایتونو کې جګړه وي؛ طبعاً د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله لوړه شوې ده خو په هغه اندازه چې طالبان مرګ ژوبله لري امنیتي ځواکونه یې نه لري.»
د دغو اطلاعاتو له مخې په دغو ورځو کې د هېواد د پوځيانو د ټپیانو شمېر څه باندې ۱۹۰ تنو ته رسېږي او د طالبانو مرګ ژوبله هم په همدې حدودو کې ده.
په دې لړ کې د سرچینې اطلاعات ښيي چې په دغو دوو ورځو کې ۱۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ څرګنده کړه:«په تېره اوونۍ کې په ۲۷ ولایتونو کې ۶۳ ولسي وکړي یې شهیدان او ۱۲۶ تنه نور یې ټپيان کړي دي چې د ټپيانو او وژل شویو کسانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.»
د سرچینې په وینا په دغو دوو ورځو کې د طالبانو مرګ زوبله هم نږدې همدومره ده لکه د امنیتي ځواکونو، خو ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د ۲۵۰ طالبانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.
خو طالبان دا ټولې شمېرې ردوي.
د امنیتي ځواکونو د ورځنیو مرګ ژوبلې په اړه دغه اطلاعات په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې د هېواد د پوځيانو او طالبانو مرګ ژوبله معمولاً په دقیقه توګه نه اعلانېږي او په خپلواکه توګه د منلو وړ نه دي.