Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراه کې یوه خصوصي ټلوېزیون خپل نشرات پیل کړل

په فراه ښار کې د یوه خصوصي ټلوېزیون د خپرونو پیلېدل د دغه ولایت د خلکو او فرهنګپالو له تود هر کلي سره مخ شو.

د دوی په وینا، په جګړه ځپلي فراه ولایت کې د روانې جګړې او محرومیت له امله د فراهیانو د پوهاوي کچه ډېره ټيته ده؛ نو سیمه ییزې رسنۍ کولی شي له عامه پوهاوي سربېره د فراهیانو ستونزې هم د اړوندو چارواکو وروسوي.

د دغه ټلوېزیون مسوول د دې رسنۍ د فعالولو موخه د سولې د غږ پورته کول او د خلکو لپاره د تفریح د زمینې برابرول ګڼي.
 
د مقام ټلویزیون مسوول خوشحال ځلاند وايي:«د دغه ټلوېزیون له جوړولو زموږ موخه دا ده چې د افغانستان د کړېدلي ملت غږ پورته کړو. د لوېدیځې حوزې ټول ولایتونه تر خپل نشراتي پوښښ لاندې راولو او هڅه کوو چې په ټولو لویو ولایتونو کې کارکوونکي وګومارو.»

دغه ټلویزیون څوارلس کارکوونکي لري او په پام کې ده چې د رسمي خپرونو په پلېدو سره یې کارکوونکي زیات شي.

مقام ټلویزیون کارکوونکی محسن مسلم څرګندوي:«د دغه ټلوېزیون له لارې غواړم چې ټولو ځوانانو ته د پوهې پیغام ورسوو او د خلکو کورونو ته د سولې پیغام ورسوو.»

مقام ټلوېزیون کارکوونکی عبدالهادي هم وايي:«غواړو چې د دغه ټلوېزیون په واسطه خلکو او هېواد ته خدمت وکړو. غواړو چې خلکو ته پوهاوی ورکړو.»

په داسې وضعیت کې چې د  فراه په ګډون د هېواد په ډیری سیمو کې جګړه په بې مخینې توګه زیاته شوې ده او خلک راتلونکي ته اندېښمن دي، د تازه رسنیو فعالیت د خلکو د غږ د پورته کولو لپاره مهم بلل کږي.
 
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رییس اورنګ مختار وویل:«د فراه ځينو اوسېدونکو د رسنۍ د جوړلو لپاره له موږ څخه غوښتنه کړې ده چې په دغه ولایت کې د رسنیو فعالیت ډېر شي. په دې وروستیو کې په فراه کې دوه راډيوګانې د ښځو لپاره ځانګړې راډيوګانې فعالې شوې دي او د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې پوهاوی ورکوي.»

په فراه کې کلتوري فعال امین الله فیضي وايي:«کله چې د سولې پیغام خلکو ته ورسېږي خلک سولې ته مخه کوي. دغه ټلوېزیون دې د اصیل افغاني کلتور د خلکو کورونو ته ورسوي.»

اوس مهال په فراه کې لس خصوصي راډيو ګانې او دوه ټلوېزیونونه فعالیت لري، له دې منځه دوه راډیوګانې د ښځو لپاره ځانګړې خپرونې کوي.

شریک یي کړئ