Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رسنیز فعالان: له ګڼو ستونزو سره مخ یوو

د نومبر ۲۱مه چې د ټلوېزیون له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، په هېواد کې د رسنیو د ملاتړ ځينې بنسټونه د تصویري رسنیو د فعالیت له کموالي خبر ورکوي.
 
نی یا د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې په څه باندې دوه وروستیو کلونو کې، په افغانستان کې څه باندې ۵۰ سلنه رسنیو فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.

په دغې ورځ ځينې خبریالان اطلاعاتو ته پر نه‌لاسرسۍ نیوکه کوي او وايي چې د حکومتي بنسټونو ویاندویان پر وخت له هغوی سره اطلاعات نه‌شریکوي.

خبریال مصطفی شهریار طلوع‌نیوز ته وايي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې خبریالانو په ځانګړې توګه تصویري رسنیو د اطلاع‌رسونې زمینه برابره کړي، چې وکړای شي اطلاعاتو ته لاسرسی ولري او په خپلواکه او ښه بڼه خلکو ته اطلاع‌رسونه وکړي.»

بل خبریال رقیب فیاض هم څرګندوی:«د نندارې په صنعت کې، ټلوېزیون د لېږد یوه مهمه او ځواکمنه وسیله ده چې د عمومي افکار او د هېواد په سیاستونو کې مهم رول لري.»

بلخوا، د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د څېړنې برخې مسوول وایي، چې په اوسنۍ دوره کې ټلوېزیونونه او رسنۍ ډېر اهمیت لري.

د افغان خبریالانو د خوندبتوب د کمېټې د څېړنې برخې مسوول عبدالقدیم ویاړ څرګندوي:«د دې سربېره چې اقتصادي ستونزو د افغانستان پر رسنیو سخته اغېزه کړې ده په ځانګړې تګه پر ټلوېزیونونو چې ډېر لوړ لګښت لري او د لګښتونو له پلوه او له اقتصادي پلوه، له بده مرغه په ځای ځایګی نه‌لري او له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شمېرو له مخې، اوسهال په هېواد کې شاوخوا ۳۶۰ تصویري، غږېزې او چاپي رسنۍ فعالیت لري. د دغه وزارت نشراتي معین وایي، هڅه کوي چې د هېواد له رسنیو لازم ملاتړ وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي په دې هکله وايي:«دم‌ګړۍ چې په هېواد کې ټلوېزیونونه فعالیت لري، کافي دي. زموږ هېواد ښايي د ډېرو ټلوېزیونونو فعالیت ته اړتیا ونه‌لري. د جوازونو د وېش په برخه کې هماغه د پخوانيو پړاونو کچ کول هم جریان لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو له خوا د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون د نړۍوالې ورځې په توګه نومول شوې ده. د ټلویزیون نړۍواله ورځ هر کال په افغانستان کې لمانځل کېږي.

ټلوېزیون د یوې تصویري رسنۍ په توګه په تېرو دوو لسیزو کې د بیان د ازادۍ د تمثیل، اطلاع رسونې او د خلکو د ذهنونو په روښانولو کې ارزښتناک رول لوبولی دی.

رسنیز فعالان: له ګڼو ستونزو سره مخ یوو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شمېرو له مخې، اوسهال په هېواد کې شاوخوا ۳۶۰ تصویري، غږېزې او چاپي رسنۍ فعالیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه