Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رپوټ: 'د طالبانو او القاعده اړیکې له پخوا لا پراخې او ټينګې شوي'

د ملګرو ملتونو د څارنې کمېټې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې، د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې ټينګې شوي او د طالبانو د ډلې مرستیال سراج الدین حقاني هم د القاعدې د مشرتابه غړی دی.

لانګ وار ژورنال خبري وېب پاڼې چې، د دغې کمېټې رپوټ یې تحلیل کړی دا نه دي ویلي چې، سراج الدین حقاني په القاعده شبکه کې څخه موقف لري؛ خو یوازې دومره یې لیکلي چې، هغه د دغې ډلې مشرتابه غړی دی.

په دې رپوټ کې همداراز راغلي چې، یو بل ته د لور ورکړې او په جګړو کې د همکاریو له لارې د یادو ډلو اړیکې آن په دویم نسل کې هم ټينګې شوې دي.

خو د طالبانو یوه ویاند طلوع نیوز ته په یوه غږیز پیغام کې دغه رپوټ رد کړی او په ډاګه کړې یې ده چې، یاد راپور د طالبانو د دوښمنانو د ناسمو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.

بلخوا د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر اغا په دې هکله طلوع نیوز ته داسې وايي:«یوه علاقه دا ده په جنګي چارو کې یا د افغانستان په چارو کې یا د مقابلې په چارو کې یا له بهرنیو سره په مقابله کې، فکر نه کوم چې سره متحد وي.» 

لانګ وار ژورنال لیکلي دي چې د دغه رپوټ تر ټولو په زړه پورې برخه دا ادعا ده چې د طالبانو د ډلې مرستیال سراج الدین حقاني هم د القاعدې د مشرتابه غړی دی. 

خو څرګنده کړې یې نه ده چې سراج الدین حقاني دقیقا په القاعده شبکه کې څه موقف لري.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي څرګندوي:«په هغه بڼه چې القاعدې په ۲۰۰۱ کال کې هڅه وکړه چې نړۍ ګواښي د اوس لپاره لږ تر لږه تر راتلوونکو څو کلونو دا ګواښونه نشته.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم وايي:«که چېرې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ بیا راپورته کېږي له افغانستانه د امریکا ملي امنیت ته ګواښ رامنځته کېږي، هغه وخت بیا موږ غواړو په سیمه کې ځواک ولرو چې وکړای شي د امریکا له ملي امنیته دفاع وکړي.»

لانګ وار ژورنال وایي چې د ابهام له شتوالي سره سره د القاعدې په یوې یا تر یوې زیاتو مشورتي غونډو کې د حقاني احتمالي رول تایید شوی دی.

دغه ویب پاڼه لیکي چې د بېلګلې په توګه په هغو سندونو کې چې اسلام آباد ته نږدې د اسامه بن لادن په کور کې پیدا شول، داسې سندونه هم لیدل شوي چې په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو د بریدونو د همغږۍ لپاره د القاعدې او سراج الدین حقاني د همکارۍ ښودنه کوي.

 لانګ وار ژورنال په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې یوه ویډیو خپره کړې وه چې په کې د دې ډلې او القاعدې ځينو غړو په کې خبرې کړې وې او د سراج الدین حقاني غږیز پيغام یې هم یوه برخه ده.

په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې هم د القاعدې مشر په یوه پيغام کې سراج الدین حقاني او هبت الله اخندزاده د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو په توګه یاد کړل او پر دې یې خوښي څرګنده کړه چې سراج الدین حقاني د طالبانو د مشر مرستیال ټاکل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه