Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو د جلال الدین حقاني د مړینې پخلی وکړ

د طالبانو ډلې تېره ورځ(سې‎شنبې د وږي۱۳مه) تائيد کړه چې د دې ډلې د مشرۍ شورا غړی، جلال الدین حقاني د ناروغی له کبله مړی شوی دی.

دې ډلې په خبرپاڼه کې ویلي دي چې نوموړی د څو کلونو راهیسې سحت ناروغ او په بستر کې پروت وه.

حقاني په ۱۹۳۹ زیږدیز کال د پکتیا ولایت ځدراڼو ولسوالۍ په کاریزګي کلي کې زيږېدلی وه.

هغه په ۱۹۶۴ کې په حقاني دارالعلومو کې زده کړې و کړې او په ۱۹۸۰ کې د دوکترا درجې سره د پاکستان په پېښور کې د مولوي لقب سره فارغ شو.

حقاني په ۱۹۷۹ ـ ۱۹۸۹ کلونو کې د شوروي ضد جهاد کې د پوځي قومندان په توګه شهرت ترلاسه کړه او د امریکا متحده ایالاتونو او سعودي عربستان استخباراتو د روسانو پر ضد په وسلو سمبال قومندان کړ. ده له پاکستان سره نېږدې اړیکې درلودې.

نوموړي په عربي ژبه خبرې کولی شوې او له عربي جهادیانو او القاعدې ډلې سره یې ژورې اړیکې درلودې.

افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د حقاني تر ولکې لاندې سیمو کې د القاعدې ډلې پټنځایونه جوړ شول او هغه د شوروي ضد جبهه کې د سعودي عربستان پیسو مدیریت کې مهمه ونډه درلوده.

که څه هم چې حقاني د طالبانو ډلې د بنسټ اېښودونکو له ډلې نه دی خو په ۱۹۹۵ کال کې مخکې له دې چې طالبان کابل ونیسي، خپله ملاتړ یې له دې ډلې اعلان کړ او د شمالي ټلوالې پر ضد جګړه کې یې مهمه ونډه درلوده.

د طالبانو رژیم نسکورېدو وروسته حقاني د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو ته ولاړ او په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې یې خپل فعالیت پیل کړ.

نوموړي کابل کې پر هوټلونو، د ناټو پر کاروانونو او د دولت ضد بریدونو کې لاس درلود.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د حقاني د مړينې په اړه خبرونه خپاره شول او وروسته له هغې د نوموړي هیڅ څرک نه وه.

په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې حقاني د یو شمېر بریدونو مسوؤلیت خپل زوی سراج الدین حقاني ته وسپاره.

سراج‌الدین حقاني، بدرالدین حقاني، نصرالدین حقاني، محمد حقاني، عمر حقاني، عزیز حقاني او انس حقاني د جلال الدین حقاني زامن دي.

د طالبانو ډلې د خبرپاڼې په خپرولو سره تائيد کړې ده چې د حقاني ډلې بنسټ اېښودونکی، مولوي جلال الدین حقاني مړ شوی دی

شریک یي کړئ