Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د کابو ۲۰ ولایتونو په ۷۰ ولسوالیو کې د جګړې دوام

د امنیتي ادارو شمېرې ښيي چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې لمبې د هېواد د کابو ۲۰ ولایتونو څه باندې ۷۰ ولسوالیو کې ته ورخورې شوې دي.

رپوټونه کاږي چې په ټولو وروستیو نښتو کې د غور د تولک ولسوالۍ او د بلخ د زارې ولسوالۍ مرکزونه د طالبانو له لوري نیول شوي؛ خو ملي دفاع وزارت بیا دغه ادعا ردوي.

همدارنګه رپوټ ورکړل شوی دی چې د تېرې یوه شپه او ورځ نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او یا هم ټپيان شوي دي. امنیتي بنسټونه وايي چې په دغې موده کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
    
د غور د ولایتي شورا غړی حمید الله متحد په دې هکله وايي:«په غور ولایت کې امنیتي وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی. په یوې اوونۍ کې موږ دوه مهمې ولسوالۍ له لاسه ورکړې.»

د هېواد د ځینو سیمو اوسېدونکي دې ته اندېښمن دي چې د طالبانو له لوري د ولسوالیو د مرکزونو له نیول کېدو وروسته جګړې  د ښارونو تر څنډو رسېدلي دي، خو ملي دفاع وزارت د طالبانو د په شاتمبولو لپاره سیمو ته د تازه دمو سرتېرو د لېږلو خبره کوي.
         
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«د هېواد څو ولایتونو ته چې له لوړو ګواښونو سره مخ دي، تازه دمي ځواکونه او اکمالات استول شوي. زموږ ګرانو خلکو ته ډاډ دا دی دښمن په هغو سیمو کې چې ګواښ رامنځته کړی دی، غاښ ماتوونکی ځواب به وویني.»
 
په پلازمېنه کې که څه هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه مخامخ نه ده؛ خو چاودنې او هدفي وژنې له خلکو قرباني اخلي.

په تر ټولو تازه پېښه کې د کابل په لوېدیځ کې - په شپږمه او دیارسمه حوزو کې دوو چاودنو اوه ته ووژل او شپږ تنه نور یې ټپيان کړل.

لومړۍ چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې په مهتاب قلعه سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي تونس وشوه چې په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې له دې پېښې لږ وروسته د  دیارلسمې حوزې په اړوند سیمه کې هم  ورته چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې یو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپیان شول.

 بل خوا په یوه بله جلا پېښه کې ناپېژاندو وسله والو تېره شپه په پغمان ولسوالۍ کې پنځه تنه وژلي دي.
 
رپوټ ورکړل شوی چې د تېرې یوه شپه او ورځ نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او یا هم ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ