Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو ۲۴ ساعتونو جګړو کې درې ولسوالۍ پرځېدلي او۲۰ تنه وژل شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو له لوري د درېیو ولسوالیو د مرکزونو له نیول کېدو او همداراز د شاوخوا ۲۰ پوځيانو او ملکیانو له وژل کېدو راپورونه ورکړ شوي دي.

له دې منځه په ولسي جرګه کې د سرپُل د خلکو استازي د دغه ولایت له امنیتي وضعیته د جدي اندېښنې په څرګندولو سره وايي، له یوې اوونۍ راهیسې د سرپل څلور ولسوالۍ پرځېدلې دي او په دې سره د دغه ولایت له شپږو ولسوالیو یوازې یوه ولسوالۍ او په خپله د ولایت مرکز د حکومت په کنټرول کې پاتې دی.

له دې سره جوخت، په ننګرهار کې په څلورو بېلابېلو وسله والو بریدونو کې پنځه واکسیناتوران وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.

سره له دې چې، په درېیو پرله پسې ورځو کې د ولسمشر غني په مشرۍ په اعلی سر قومندانۍ غونډو کې پر بېړنیو اقداماتو ټينګار شوی؛ خو په همدې تېرو درېیو ورځو کې شاوخوا ۱۰ ولسوالۍ د طالبانو له لوري نیول شوې دي.

هغه ویډیو چې طلوع نیوز ته رسېدلې ده د دې ښودنه کوي چې طالبان د فراه د انار درې ولسوالۍ د مرکز له نیولو وروسته د دې ولسوالۍ ودانۍ الوزوي.

پر انار درې سربېره په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د طالبانو لاسته د سرپل د ګوسفندي او سانچارک ولسوالیو د مرکزونو د لوېدو خبرهم ورکړل شوی دی.

په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازی سید حیات الله عالمي وايي:«خلک له دغه چلنه څه اخیستون وکړي. د خلکو اخیستون دا دی چې ګواګې ستره معامله جریان لري او حکومت په یوه بڼه غواړي چې طالب تجهیز کړي او سیمې په واک کې ورکړي.»

طالبانو د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ کلونه وړاندې او د صیاد، سوزمه قلعه، سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو مرکزونه په تېره یوه اوونۍ کې نیولي دي. د سرپل اوسېدونکي وایي چې اوس د دغه ولایت پر مرکز او بلخاب ولسوالۍ چې په دغه ولایت کې د حکومت تر ولکې لاندې یوازینۍ ولسوالۍ ده، د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

د سرپل اوسېدونکی موسی وايي:«جګړه د ښار دروازو ته رارسېدلې ده او بلخاب هم تر ګواښ لاندې ده او موږ اندېښمن یوو.»

د سرپل ولایت بل اوسېدونکی محمد تقي هم زیاتوي:«د سرپل په هکله د حکومت جدي پاملرنه غواړو چې د سرپل مرکز سقوط ونه کړي.»

بل خوا د میدان وردګو په سید آباد ولسوالۍ کې د طالبانو لاسته د څو دولتي پوستو د لوېدو خبر ورکړل شوی دی.

د پروان د ولایتي شورا رییس هم وایي چې د غوربند د نمک آب دره له سختې جګړې وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې ده او د یو شمېر دولتي سرتېرو پرنیول کېدو سربېره شپږ سرتېري وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
                   
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل:«هغه وضعیت چې رامنځته شوی دی په دې بڼه دوام پیدا نه کړي. په هغو ځایونو کې چې طالبانو نفوذ کړی دی او د خلکو پر ضد خپل ترهګريز فعالیتونه ترسره کوي؛ امنیتي ځواکونه به بیاځلې مېشت شي او د طالبانو د ترهګریزو فعالیتونو مخه به ونیسي.»

په هېواد کې پر ډله ییزې جګړې سربېره هدفي بریدونه هم روان دي، داسې چې د ننګرهار په سره رود او خوګیانيو ولسوالیو او دا راز جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې پنځه واکسیناتوران وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
              
د هېواد په ختیځ کې د عملیاتي مرکز رییس نجیب الله کاموال څرګندوي:«له دې پېښې وروسته، د ولایت مقام او نړیوال همکاران د پولیو د تطبیق په برخه کې، پرېکړه وکړه چې په ننګرهار کې خپل فعالیتونه ودروو.»
 
په  نژدې درېیو میاشتو کې دا په ننګرهار ولایت کې پر واکسیناتورانو دویم مرګونی برید دی. درې میاشتې وړاندې په ننګرهار کې په ورته بریدونو کې درې واکسیناتورانې ووژل شوې.

طالبانو د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ کلونه وړاندې او د صیاد، سوزمه قلعه، سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو مرکزونه په تېره یوه اوونۍ کې نیولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه