Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روغتیا وزارت:د کال ۳ مېلیونه ماشومانو د ګوزڼ له واکسینه پاتې کېږي

عامې روغتیا وزارت وايي، د پولیو پر واکسیناتورانو د بریدونو دوام به په هېواد کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو په شمېر کې د ډېروالي لامل شي.

د دغه وزارت د مسوولینو په وینا، له څو کلونو راهیسې د روانو نا امنیو له امله له دوه نیم تر درې مېلیونه ماشومان له پولیو واکسینه بې برخې پاتې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وايي:«په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۹ ماشومان، د پولیو له امله دایمي فلج باندې اخته شوي دي. کله چې مو دا شمېر له تېر کال سره پرتله کوو، کابو یو ورته شمېر دی.»

 د ولسي جرګې د کورني امنیت غړی روبینا جلالي هم څرګندوي:«په دغو شرایطو کې، د افغان حکومت بنسټيزه دنده دا ده، هغو کسانو ته چې د خلکو لپاره مبارزه کوي او کار کوي، په ځانګړې توګه ډاکټرانو او هغه کسان چې د افغانستان خلکو ته واکسین تطبیق وي، امنیت ټینګ کړي.»

دغه اندېښنې وروسته له هغې څرګندېږي چې، په ننګرهار کې پر واکسیناتورانو په څو جلاجلا بریدوونو کې شپږ واکسیناتوران وژل شوي او څلور تنه نور یې ټپیان دي. 

د یوه وژل شوي کس ورور وویل:«په درې سوه افغانیو زه خپل ورور بېرته ترلاسه کولای شم؟ زه اوس د واکسین له دغو مسوولانو سره څه وکړم؟ له دغه دولت سره څه وکړم؟» 

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي:«په مشخصه توګه د واکسیناټورانو د امنیت د خوندیتوب په هکله ځانګړي امنیتي تابیاوې نشته؛ ځکه چې هغوی هم د مخالف لوري او هم د موافق لري لپاره د پولیو واکسین تطبیق وي.»

په وروستیو درېیو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې په ننګرهار کې د پولیو پر واکسیناتورانو برید کېږي، په مخکني برید کې د پولیو درې واکسیناتورانې وژل شوې وې.

دا هرڅه په داسې حال کې دي چې په وروستیو څو کلونو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې نا امنۍ د پولیو واکسین د کمپاین پر وړاندې یوه لویه ستونزه ده.

د جلال آباد ښار او د سره رود او خوګیاڼيو ولسوالۍ هغه ځایونه وه چې د سه شنبې په ورځ پکې د پولیو پرواکسیناتورانو پکې وسله وال بریدونه وشول.

شریک یي کړئ