ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره مل جګپوړی دولتي پلاوی یې، په دوه ورځني سفر پرون ماښام واشنګټن ته روان شوی.
ارګ وایي ولسمشر غني به د امریکا له ولسمشر جوبایډن، نورو جګپوړو چارواکو او د کانګرس له غړو سره وګوري.
ولسمشر سره دې سفر کې، د ده لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او ځبنې نور جګپوړي چارواکي مله دي.
بل خوا د ملي مصالحې عالي شورا وايي، ښاغلی عبدالله به د امریکا ولسمشر او نورو امریکايي چارواکو سره “اوسنیو او راتلونکو اړیکو او د سولې په هکله خبرې وکړي”
وړاندې سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې ولسمشر بایډن به د جون په ۲۵ مه یعنې سبا، سپینه ماڼۍ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله ته په تمه وي.
د سپنې ماڼۍ په وینا ولسمشر بایډن به افغان مشرانو سره، د افغانستان او امریکا په دایمي ملګرتیا خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي او جګړې هم زور اخېستی.
د معلوماتو پر بنسټ، تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې نږدې ۷۰ ولسوالۍ یا طالبانو نیولې دي او یا هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.