Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پروان کې جګړه؛ د جګړې لمن نږدې چاریکار ته رارسېدلې ده

د پروان د مرکز په لوېدیځه څنډه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

دولتي ځواکونه او سیمه ییز وسله وال چې په غوربند کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي د طلوع نیوز خبریال ته ویلي چې، د جګړې لمن چاریکار ښار ته رسېدلې ده.

خو د دوی په وینا، لا تر اوسه د مرکزي حکومت له لوري د له لاسه تللو سیمو د بېرته نیونې په اړه څه ورته نه دي ویل شوي.

د پولیسو افسر حسیب الله وايي:«طالبان اوس په دې وضعیت کې نه دي چې مختګه تګ وکړي او اجازه نه ورکوو چې هغوی د چاریکار په لور پرمختګ وکړي.»

د طالبانو لاسته د سیاګرد او شینوارو ولسوالیو د مرکزونو له لوېدو وروسته، اوس‎مهال دولتي ځواکونه او ولسي پاڅونوال له طالبانو سره جګړې ته چمتو شوي دي.

په غوربند کې امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅون وال له ډېرو کمو امکاناتو او تجهیزاتو سره جنګېږي. خو دوی وايي که چېرې د ولسوالیو د بېرته نیولو امر ورته وشي، هڅه کوي چې له طالبانو د سیاه ګرد او شینوارو ولسوالۍ  بېرته ونیسي.
          
د ولسي پاڅونوالو غړی عزیزآغا وايي:«همدا مجاهدین چې وینئ، د دې په تمه دي چې کله پلان او امر ورکول کېږي چې موږ ولاړ شو او خلک د دغې پلیدې ډلې له منګولو وژغورو.»

د پروان اوسېدونکي پر غوربند د طالبانو د بریدونو په تړاو اندېښمن دي.
               
د پروان اوسېدونکی حشمت وویل:«که چېرې د غوربند امنیت ته پاملرنه ونه شي، سل په سلو کې امنګان لري چې طالبان د چاریکار ښار ته ننوځي.»
      
د پروان بل اوسېدونکی  خان الله هم زیاتوي:«دولتي مرسته دې راورسېږي چې دغه ستونزې حل شي؛ که چېرې نه د جګړې کرښه به په ښار کې وي.»

خو د پروان ځایي چارواکي وایي چې د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره هڅې پېل شوې دي.
                        
د پروان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالواسع څرګندوي:«اردو او امنیت د دوه ولسوالیو په سیمو کې دي او مبارزه کوي او ډېر ژر به د سیاه ګرد او شینواري ولسوالۍ ونیسو. ډاډ درکوم چې دښمن مخته نه شي راتلی.»

پروان د پلازمېنې په ګاونډ کې د کابل - شمال د لویې لارې په اوږدو کې پروت ولایت دی دی. د پوځي چارو د شنونکو په وینا کابل ته په څېرو ولسوالیو کې به د امنیتي وضعیت خرابېدل د پلازمېنې پر وړاندې ګواښونه زیات کړي.

څو ورځې کیږي چې د پروان په غوربند دره کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

شریک یي کړئ