Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دولتي ځواکونو د پروان شینوارې ولسوالۍ له طالبانو بېرته ولکه کړه

دولتي ځواکونو د پروان ولایت شینوارې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته له لوېدو څو ورځې وروسته بېرته ونیوله.

له دې سره هم مهاله طلوع نیوز ته سرچینې وايي چې دولتي ځواکونه د کاپیسا له اله سای، بلخ کلدار، د سمنګان فیروزنخچیر او د غزني ګیلان د لسوالیو له مرکزونو وتلي دي.
 
د پروان والي فضل الدین عیار وايي:«د شینوارې ولسوالۍ چاڼ شوې او امنیتي ځواکونو د سهار څلور بجې تللي وو او اوس ولسوالي د دولت په لاس کې ده.»

طالب جنګیالیو نن په ټانګونو سره د اله سای ولسوالۍ په بازار کې ګزمه وکړه. سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې د بلخ  په کلدارې ولسوالۍ کې د نبي ګینجي په مشرۍ ولسي پاڅونوالو لومړی ولسوالۍ پرېښوده او څو ساعتونه وروسته طالبانو د دې ولسوالۍ مرکز ونیو.
 
د پوځي چارو کارپوه صالح محمد ریګستاني وايي:«کله چې طالبان حشر کوي او پر یوې ولسوالۍ برید کوي، د دغه حشر په وړاندې د مقاومت وس نه لري، خو طالبانو ته هم ستونزمنه ده چې د افغانستان ټولې ۳۷۰ ولسوالۍ وپرځوي، بیا وروسته ټولې وساتي او څو تنه د ساتلو لپاره ودروي، دا به د یوه وخته لاس په لاس شي.»

سره له دې چې د طالبانو له لوري د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د کلابندۍ په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي، خو ملي دفاع وزارت وایي چې په حصارک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په یوه هوایي برید کې اولس طالبان وژل شوي او ددې ولسوالۍ محاصره ماته شوې ده.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل:«د امام حاصب بندر د طالبانو له شتونه پاک شو. په همدې ترتیب په حصارک ولسوالۍ کې هم هوايي عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او ګومانډويي ځواکونه د چاڼ لپاره غزني ته رسېدلي دي.» 

په تېرو دوو میاشتو کې له ۱۰۰ ډېرې ولسوالۍ د دولت له ولکې وتلې دي. خو حکومت وایي چې دولتي ځواکونو یوازې په تېرو څو ورځو کې تر ۱۰ ډېرې ولسوالۍ بېرته نیولې دي.

د غزني ګیلان، د سمنګان فیروز نخجیر، د بلخ کلدار او د کاپیسا اله سای هغه ولسوالۍ دي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو  کې طالبانو نیولې دي.

شریک یي کړئ