طلوعنیوز ته باوري سرچینو نن (دوشنبه د چنګاښ په ۷ مه) وویل، چې امریکا؛ واشنګټن ته په سفر تللي افغان پلاوي سره ژمنه کړې، چې افغانستان سره به ۳۷ بلکهاک او دوه "اې ۲۹" جنګي الوتکو مرسته کوي.
اوسمهال افغان هوایي ځواک شاوخوا ۱۶۰ بېلابېلې الوتکې لري.
بلخوا د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې امریکا به افغانستان سره مرستو او له افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
ښاغلي عبدالله ویلي، امریکا په افغانستان کې خپل پوځي حضور ختموي خو افغانستان سره یې د اړیکو یو نوی باب پرانیستی دی او له افغانانو به ملاتړ ته دوام ورکوي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړې:«کانګرس کې د امریکا د خلکو استازو او امریکایي چارواکو دا ژمنه وکړه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي.»
پرون یکشنبه د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې امریکا ته د افغان پلاوي د تېرې جمعې ورځې سفر خورا ګټور وو.
امریکا ته تللي افغان پلاوي چې مشري یې ولسمشر محمد اشرف غني کوله، د امریکا له ولسمشر، د ولسي جرګې له رییسې، دفاع وزیر او نورو جګپوړو چارواکو سره په واشنګټن کې کتلي وو.