Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا کې د ښځینه‌ښوونکو ۲۰۰ بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

اوس اوس په پکتیا ولایت کې شاوخوا دوو سوو نجونو د ښوونکو په توګه د ګومارل کېدو ازموینه کې ګډون کړی دی.
دغه نجونې وايي؛ تېرو شلو کلونو کې د پکتیا نجونو ډېر پرمختګ کړی او اوس غواړي، چې دغه ولایت کې د ښځينه ښوونکو په برخه کې موجودې ستونزې تر یوه بریده حل کړي.
د ازموینې له ګډونوالو یوه هم رحیمه ده، چې د پکتیا احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وايي په سختو ناامنیو او کلتوري محدودیتونو سره یې نیمه‌لوړې زده کړې کړې دي.
رحیمي ویلي:«په ولسوالیو کې ډیرې ناامنۍ دي څوک نه‌شي کولای چې ښوونځیو ته لاړ شي. د نجونو لپاره خو ډېره ستونزمنه ده چې ښوونځیو ته لاړې شي. زه له ولسوالۍ څخه مرکز ته راغلې یم چې خپل ولس او خلکو ته خدمت وکړم.»
پکتیاوالې نجونې وايي دوی په تېرو شلو کلونو کې د پوهنې په برخه کې پرمختګ کړی دی او د پخوا پرتله تعلیم سره د نجونو لېوالتیا ډېره شوې ده.
مروه د ښوونکو د ګومارنې د ازموینې بله ګډونواله ده، هغې ویلي:«زه دلته ازموینه ورکوم ترڅو ښوونکې شم او خلکو ته خدمت وکړم  تاسو پوهیږئ چې پکتیا کې وضعیت خراب دی خو بیا هم دلته راغلي یوو.»
نازیه د ازموینې یوه بله ګډونواله ده، هغې ویلي:« مونږ له طالبانو ویره نه لرو، مونږ غواړو چې د هېواد په ابادۍ کې د خپلو ورونو څنک کې ودریږو.»
په همدې حال کې د پکتیا د پوهنې ریاست مسوولان وايي، ډېر ژر به د دې  ولایت لپاره د ولسمشر له‌خوا د دونیم زره ښځینه او نارینه ښوونکو د ګومارنې حکم لاسلیک شي.
د پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځي ویلي:«مونږ پکتیا کې نورو زرو ښځینه ښوونکو ته اړتیا لرو او مونږ ددې لپاره وړاندیز هم کړی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ دا مونږ سره منلې هم ده. اوس د دوه سوه ښوونکو ګومارنې لپاره ازموینه واخیستل شوه چې د کورونا له رخصتیو وروسته به ښوونځیو کې خپلې دندې پیلوي.»
اوس مهال شاوخوا ۷۵۰ مېرمنې د پکتیا په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه دندې لري.
د پکتیا د پوهنې ریاست د شمېرو پر بنسټ، په ټوله کې په پکتیا کې ۴۲۱ ښوونځي فعال دي چې ۲۶۳ زره زده‌کوونکي په‌کې تعلیم کوي، چې له دې منځه، ۷۳،۰۰۰ یې نجونې دي.

شریک یي کړئ