Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستانه د شوروي او امریکې د ورته وتلو په هکله روایتونه

یو شمېر هغه هېوادوال چې، له افغانستانه د پخواني شوروي د وتلو او له هغې وروسته رامنځته شوې پېښې یې لیدلي دي، اوس په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي ماموریت د پایته رسېدو له امله د رامنځته کېدونکو احتمالي پېښو په تړاو سخت اندېښمن دي.

د دوی په باور، په دې څلورو لسیزو کې دولتي مشرانو له رامنځته شویو فرصتونو د هېواد په ګټه استفاده ونه شوه کړای او همدا چاره د دې لامل شوې چې، افغانستان له بحران سره مخ شي.

په دې رپوټ کې له کتاب او ورځپاڼه پلورونکي سردار کابلي سره خبرې شوي او په دې موده کې یې له خپلو خاطرو کیسه کوي.

نوموړي له افغانستانه یې د شوروي د سره پوځ له وتلو نیولې بیا د امریکایي پوځیانو تر وتلو پورې هرڅه په خپلو سترګو لیدلي دي، دی وایي چې اندېښنه یې دا ده چې هسې نه د اویا یمې لسیزې پېښې په هېواد په تېره بیا پلازمېنه کې بیا تکرار شي.
 
هغه وايي:«امریکا راغله شل کاله یې وساتلو، پلندر مو ورته وویل، بابا مو ورته وویل، هغه هم خوشې کړو. ناټو چې ټوله نړۍ ورته سرتېري ورکوي، هغې هم خوشې کړو.»

سردار کابلی په دې باور دی چې په افغانستان کې د سره پوځ د حضور له وخته او بیا د امریکا او ناټو د حضور تر پایته رسېدو پورې دولتي چارواکو نه دي غوښتي او یا هم نه دي توانېدلي چې په دغو دورو کې له رامنځته شویو فرصتونو نه د هېواد او خلکو په ګټه کار واخلي.

کتاب او ورځپاڼه پلورونکی سردار کابلی څرګندوي:«حافظ ولې وايي چې زه له پردیو هېڅکله نالښت ونه کړم، له ما سره چې هر څه وکړل اشنا وکړل؛ دا وطن د خپلو اشنایانو له لاسه خراب شوی دی.»

هغه زیاتوي:«همدا موږ له هغې وخته تراوسه داسې فکر وکړه، زموږ وزیر او رییس Show Your Self کړی او Sell Your Self کړی دی، ځان یې څرګند کړی او ځان یې پلورلی دی! که چېرې نه دی پلوری، د نر خودې دې ووايي چې دا دولت او دا دې خیانت، زه دا کار ن هکوم او ولاړم!»

د دغه کتاب او ورځپاڼه پلورنکي پخوانی ملګري چې وخت ناوخته د هغه لیدو ته راځي، هم د هغو څلور لسیزو د ناخوالو یادونه کوي چې په افغانستان کې یې د ټولو ژوند له کړاوونو ډک کړ.
 
د کابل اوسېدونکی غیور هم وايي:«کار و بار ډېر پڅ شو، څوک دندې ته نه شوای تلی، د خلکو اقتصاد صفر شو، خلک اړ شول چې ولاړ شي او هېواد پرېږدي.»

د کابل اوسېدونکی جلیل احمد:«خلک حیران پاتې دي چې په دغو شرایطو کې څه وکړي؟ اوس نه کار شته او نه هم غریبي شته، بې چاره خلک ډوډۍ نه لري، اولاد لري، کور لري، ژوند لري.»

تېرې ډېرې ترخې او لږې خوږې خاطرې سردار کابلی تل د کابل په زاړه ښار کې خپل زاړه او شړېدلي کورته ورکاږي، د نوموړي د کور یوه برخه اوس د هغه د کتابونو او ورځپاڼو د ساتلو او د پېشو ګانو د اوسېدو په ځای بدل شوی دی.

د دغه کور اوسېدونکو په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په هیله په کې ژوند وکړ او ښایي دا هیله یې لا هم کور ته د دایمي ستندو لپاره په زړونو کې ژوندۍ وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه