د بادغیس سیمهییزو چارواکو نن (چهارشنبه د چنګاښ په ۱۶مه) د دې پخلی کړی، چې د دغه ولایت مرکزقلعهنو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
د بادغیس والي حسامالدین شمس طلوعنیوز ته وویل، چې قلعهنو ښار کې د طالبانو مخته تګ مخنیوی شوی دی او افغان ځواکونو د ښار له بېلابېلو سیمو طالبان ایستلي دي.
د بادغیس والي زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د طالبانو خلاف عملیات روان کړي او مخېته روان دي.
د بادغیس والي ویلي:«تاسې ته ډاډ درکوم، چې د ځانګړو ځواکونو په ګډون زموږ ټول ځواکونه له قلعهنو ساتنه کوي. همدا اوس دوښمن له موږ سره د ښار ځينو سیمو کې په نښته دی. مرګژوبله هم وراوښتې او ماتې یې هم کړې.»
په همدې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح لږ وړاندې پر فېسبوک لیکلي، چې د بادغیس د وضعیت په هکله له ځایي چارواکو سره په اړیکه کې دی او په وینا یې ډاډه دی، چې افغان ځواکونه به د طالبانو مخې ته ودرېږي.
تر دې وړاندې د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېګ ویلي وو، طالبانو د قلعهنو ښار ځینې سیمې نیولې دي.
بلخوا د قلعهنو د ښار ځینې وېډیوګانې په خواله رسنیو کې خپرې شوې دي، چې پهکې ښکاري طالبان په ښار کې دي او له زندانه خپل ملګري خوشې کوي.
د بادغیس سیمهییزو چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
طالبان داسې مهال د قلعهنور ښار ځینو سیمو ته ننوتي چې تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت دوه ولسوالۍ طالبانو لاندې کړې دي.