د بلخ والي وایي، دغه ولایت کې د پینځو زرو ولسي پاڅونوالو له منځه، ۱۵۰۰ یې په مورچلو کې دي.
د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي وایي، ځینو سیاستوالو او مخورو د لوړې شمېرې ولسي پاڅونوالو ویلي وو، خو ویې نهکړای شوای، چې ټول حاضر کړي.
د عظیمي په وینا، هر ولسي پاڅونوال ته وسله او د میاشتې ۱۰ زره افغانۍ تنخوا ورکول کېږي.
د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي ویلي:« شاوخوا ۵۰۰۰ نوي ولسي پاڅونوال راټول شوي، چې ۱۵۰۰ یې همدا اوس له امنیتي ځواکونو سره په مورچلو کې دي. نور دې ته په تمه دي، چې وسله ورورسېږي او هغوی به هم د افغانستان د
اسلامي جمهوري وسله وسلهوال پوځ سره په همکارۍ او همغږۍ، د دوښمن بریدونو ته ودرېږي.»
په همدې حال کې د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید وایي، په تېر کې ولسي پاڅونوالو نه ناسم کار اخېستل شوی او په نامه یې غیرقانوني امتیازونه اخېستل شوي، خو اوس که سم مدیریت نهشي، بیا به ناقانونه امتیاز اخېستنه تکرار شي.
ښاغلي حدید ویلي:«د ولسوالیو د سقوط یو دلیل دا وو، چې یوځای کې به د ولسي پاڅونوالو شمېر به ۱۰۰ یادېده حو حاضر به ۲۰ ول او د نورو ۸۰ له نوم نه به ناسم کار اخېستل کېده. یا دا چې په ښار کې ول او اصلاً دندې ته نه وو ورغلي. د وروستیو ماتو یو اصلي علت همدا وو.»
بلخ کې د مدني ټولنو مشر عبدالحمید صفوت په دې هکله ویلي: «دا کسان باید داسې کنټرول شي، چې وسلهوالو غلاوو، غچ اخېستو او جنایي جرمونو کې ښکېل نهشي.»
بلخ کې سیمهییز چارواکي وایي، ولسي پاڅونوال د مزارشریف ښار دروازو او ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي. د دغو کسانو ځینې قوماندانان وایي، که حکومت اجازه ورکړي، هغو سیمو کې به عملیات وکړي، چې د حکومت له
کنټروله وتلې دي.