Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ مسوولیت مک کننزي ته ورکړل شو

په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای په درشل کې نن د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ مسوولیت له جنرال سکاټ مېلر څخه جنرال فرانک مک کنزي ته ولېږدول شو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ماموریت مخکینی قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د جګړې په زور اخیستو سره سولې ته رسېدل لاپسې ګران شوي دي.

جنرال مېلر له طالبانو غواړي چې، تاوتریخوالی ژر تر ژره راکم کړي؛ څو د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.

له بل لوري په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوی قومندان ډاډ ورکوي چې، افغانستان به د ترهګرو پر امن پټنځای بدل نه شي.

ترراروانو دوو میاشتو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور پای ته رسېږي، خو د دغه لېږد لپاره د جنرال سکاټ مېلر پر ځای مک کنزي ټاکل شوی دی او دغه څلور ستونزیز جنرال به دغه ماموریت پر غاړه ولري.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخوانی قومندان سکاټ مېلر څرګندوي:«تاوتریخوالی په ټول افغانستان کې زیات شوی دی او پد تاوتریخوالي په دغه زیاتوالي سره سوله نه شي رامنځته کېدای، طالبانو ته وایم چې تاوتریخوالی کم کړي.»

بل خوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نوی قومندان افغان ځواکونو ته د مرستو د دوام ډاډ ورکوي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان فرانک مک کنزي وايي:«له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل دوام لري او د ا بهیر به د اګست میاشتې تر وروستیو پای ته ورسېږي، خو د افغانستان له دولتي ځواکونو به زموږ ملاتړ دوام ولري.»
                   
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم چې د مک کنیزي د کاري پیل په نننیو مراسمو کې حضور درلود، وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، ځينې تشې رامنځته شوې دي چې امنیتي ځواکونه د هغه د ډکې په حال کې دي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره هم مهاله د افغانستان په لسو ښارونو او تر شلو زیاتو ولایتونو کې جګړه روانه ده.

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل چې د اګست میاشتې تر پایه به امریکایي له شلو کلونو وروسته په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

شریک یي کړئ