د ملي دفاع وزارت سرپرست د جګړې پر مهال د جغرافیې له لاسه تلل یوه طبیعي چاره ګڼي او وايي چې، په جګړه کې د سیمو په لاس کې لرل برخلیک ټاکونکي نه دي.
بسم الله محمدي چې د ملي پوځ د ۱۳۵ ځانګړو ځواکونو په فراغتغونډه کې وینا کوله زیاتوي، دولتي ځواکونه او خلک طالبانو ته د دې اجازه نه ورکوي چې، د زور له لارې ګټونکي شي:«طالبان د تاوتریخوالي له لارې خپلې موخې ته نه رسېږي. زموږ د خلکو درد زیاتوي. خو شونې نه ده چې خپلې شومې موخې ته ورسېږي. موږ د افغانستان دفاع ته ژمن یوو.»
ورته مهال د ملي پوځ ځانګړي ځواکونه چې خورا پرمختللې پوځي زده کړې یې کړې دي او اوسمهال چمتو شوي چې د جګړې ډګرونو ته ولاړ شي. دوی د شپنیو عملیاتو په ګډون تر ټولو د پېچلو پوځي عملیاتو د ترسره کېدو ماموریت لري.
دوی وايي چې د افغانستان د آرامتیا او سولې ته د رسېدو لپاره جنګېږي.
د پوځ د ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندان سید تولا وايي:«موږ تر هغې چې ژوندي یوو چا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ پر خاورې او وطن حکومت وکړي.»
د پوځ د ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندانه سکینه هم څرګندوي:«خلک دې ډاډه وي چې افغانستان ارامېږي او موږ د همدغې ورځې په هیله یوو.»
افغان حکومت وايي چې افغان امنیتي ځواکونه اوس ځواکمن او مجهز دي او د طالبانو په وړاندې د مقابلې وړتیا لري.
د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي دي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې اوس یې شمېر ۳۵۰ زره تنو ته رسېږي، ځواکمن دی او هغه پر دوی باور لري.